ورځ او نېټه: سه شنبه ۱۴۴۶/۲/۱۶ ھ ق.
– [ ] افغانستان:
۱_د هېواد د اوبو د مهار هڅې؛ پکتيکا کې د پلتوني اوبو بند چارې پيل شوې.
۲_مخابراتو وزارت: کابل کې د مخابراتي شرکتونو د فلټر او بند شویو سایټونو څارنه وشوه.
۳_د عامې روغتيا سرپرست د افغانستان لپاره د يونيسف سازمان له مشر سره ليدنه کړې.
۴_غور کې ترافیکي پېښې ۱۸ کسان وژلي او ټپيان کړي.
۵_د باګرام په اړه د ډونالډ ټرمپ احمقانه ادعاوو ته باید وخاندو.
۶_د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند: دراني چې د کومو خطرونو نسبت افغانستان ته کړی هغه په اصل کې له پاکستان پېښېدونکي دي.
۷_د نشه يي توکو پر وړاندې جدي مبارزه: د نشه يي توکو د پلور، کارولو او لېږد په تړاو ۲۷ تنه نيول شوي.
۸_لاسته راوړنې او پلانونه؛ امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د خپلو یو کلنو لاسته راوړنو راپور وړاندې کړ.
۹_بلخ کې ۳ زره کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو برخمنې شوې.
۱۰_د افغانستان برښنا شرکت استازو او ازبکستان تخنيکي پلاوي تر منځ ناسته شوې.
۱۱_ملي دفاع وزارت: د ۲۲۱ شهید افتاب فرقې له ښوونیز مرکز څخه ۵۰۰ ځوان منسوبین فارغ شوي.
۱۲_کار او ټولنيزو وزارت: ۱۳ تنه ردمرز شوي ماشومان له خپلو کورنیو سره یوځای شوي.
۱۳_قطر پکتیا کې کډوالو ته يو ښارګوټی جوړوي.
– [ ] سیمه:
۱_ايران د دوه افغانانو په ګډون اته تنه اعدام کړي.
پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکشغږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.
۱ څرگندون
الله خودی جوړ کړي