ورځ او نېټه: يکشنبه ۱۴۴۶/۶/۲۷ ھ ق.

  • [ ] افغانستان:
    ۱_پوتین هغه قانون لاسیک کړ چې د ممنوعه ډلو له لېست څخه د اسلامي امارت د نوم په ویستلو کې مرسته کوي.

۲_کونړ کې د امر بالمعروف محتسبينو له ۱۸ کلنې انجلۍ سره د ۷۰ کلن سپين‌ږيري د جبري نکاح مخه نيولې.

۳_لغمان کې د ټرافیکې پېښې له امله ۲۲ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.

۴_د امو سيند د نفتو د استخراج لپاره له چين څخه د اړتيا وړ ماشينري هېواد ته رارسېدلې.

  • [ ] سیمه:
    ۱_د ایران په بندر لنګه ښار کې سرتېري برید د استخباراتي پولیسو قومندان په نښه او وژلی دی.
  • [ ] مینځنی ختیځ:
    ۱_د خلیل الحیة په مشرۍ د حماس اسلامي غورځنګ پلاوي د قطر له لومړي وزیر سره کتلي.

۲_د اسرائيلو لومړی وزير نتنياهو د سرطان په ناروغۍ اخته شوی.

  • [ ] نړۍ:
    ۱_د روسیې ملي امنيت: د داعش ډلې دوه غړي هدف ته تر رسېدو وړاندې وژل شوي.

۲_القاعدې غورځنګ مالي هېواد کې د پوځ پر کاروان بريد کې لس پوځيان وژلي.

۳_سعودي عربستان له ترکيې څخه ۱۰۰ جيټ الوتکې پېري.

۴_جنوبي کوریا کې د الوتکې د ټکر له امله لږ تر لږه ۴۷ کسان مړه شوي.

۵_یمني ځواکونو يوه امريکايي الوتکه ويشتې او راغورځولې ده.

۶_دوهم تعقيب؛ د سويلي کوريا په غورځېدلې الوتکه کې سپاره ټول ۱۸۱ کسان مړه شوي.

پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکش‌غږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version