ورځ او نېټه: دوشنبه ۱۴۴۶/۶/۲۸ ھ ق.
- [ ] افغانستان:
۱_رويټرز: د افغانستان دفاع وزارت پښتونخوا يا ډيورنډ ته څېرمه سيمې خپله خاوره بللې.
۲_د بهرنيو چارو وزارت د سياسي مرستيال او کابل کې د اذربايجان سفير ترمنځ د سياسي همکاريو پر پراختيا خبرې شوي.
۳_ترکيه کې له يوې بېړۍ څخه ۳۲ افغان کډوال نيول شوي.
۴_چين په افغانستان کې درې لويې سړې خونې جوړوي.
۵_له تېرو نهو میاشتو راهیسې له ګاونډیو هېوادونو څه باندې یو میلیون افغان کډوال بېرته راستانه شوې.
- [ ] سیمه:
۱_جنوبي وزیرستان کې د پاکستاني طالبانو د نن شپې په خونړي برید کې تر لسو ډېرو پوځیانو ته مرګژوبله اوښتې.
۲_پر پاکستاني پوځیانو د بلوڅ وسلهوالو برید؛ دوه پوځیان ټپیان شوي.
۳_د پاکستاني طالبانو غورځنګ په جلا بریدونو کې درې پاکستاني پوځیان وژل شوي.
۴_مزمل اسلم: د شهباز شریف حکومت په دوو کلونو کې ۲۷ زره میلیارده روپۍ پور ترلاسه کړی.
۵_پاکستاني طالبانو نن غرمه مومندو ایجنسۍ کې پر سپینسر پوستې برید کړی.
۶_پاکستاني طالبانو شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځیانو یو ملاتړی په ډزو وژلی.
- [ ] مینځنی ختیځ:
۱_د روسیې د بهرنيو چارو وزير: د منځني ختیځ د ستونزو مسؤله امریکا ده. - [ ] نړۍ:
۱_القاعده برصغیر څانګې د شیخ محمد مري پر شهادت ژوره خواشیني څرګنده کړې.
۲_ايتوپيا کې واده ته روان مسافر وړونکي بس سيند ته لوېدلی او ۶۰ کسان پکې مړه شوي.
۳_د لبنان حکومت د سوریې د پرځېدلي رژیم ۷۰ پخواني افسران او عسکر د سوریې نوي حکومت ته سپارلي.
پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکشغږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.