ورځ او نېټه: سه شنبه ۱۴۴۶/۷/۶ ھ ق.
- [ ] افغانستان:
۱_هند: د پاکستان له لوري پر افغان خاوره بريد غندو.
۲_د افغانستان او ايران ترمنځ ښاري ټکسي په منظمه توګه فعاليت کوي.
۳_د کورنیو چارو وزارت سرپرست په کابل کې د ایران له سفیر سره کتلي.
۴_د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ عربي متحده اماراتو ته په رسمي سفر تللی.
۵_د مشرتابه په حکم د بدخشان پوهنتون لپاره د طب پوهنځی منظور شو.
۶_د ۱۴۰۳ کال له پیل راهیسې د ۲۱۳ میلیارده افغانیو په ارزښت د لویو کانونو په برخه کې نهه تړونونه لاسلیک شوي.
۷_په کابل کې د عامې روغتیا وزارت څلور لارې بیا پرانیستل شوه.
- [ ] سیمه:
۱_خليلزاد: پاکستان دې له افغان کډوالو سره ناقانونه چلند پای ته ورسوي.
۲_پنجاب کې د پاکستاني طالبانو په یو هدفي برید کې یو پاکستانی پولیس افسر وژل شوی.
۳_بلوچستان کې د یوې بمي چاودنې په ترڅ کې شپږ پاکستاني پوځیان وژل شوي.
۴_پاکستاني طالبانو د جاسوسۍ په تور نیولی کس په مشروط ډول خوشې کړ.
۵_پښتونخوا کې د پاکستاني طالبانو په تازه بریدونو کې ګڼ شمېر پاکستاني پوځیانو ته مرګژوبله اوښتې.
- [ ] مینځنی ختیځ:
۱_په غزه د صهيونيستي رژيم له تېري راوروسته تر ۱۲ زره ډېرې فلسطينۍ ښځې کونډې شوي.
۲_په غزه کې د یوه قومندان په ګډون دوه اسرائیلي پوځیان وژل شوي.
- [ ] نړۍ:
۱_سوريه کې د دولتي کارکوونکو معاشونه څلور برابره ډېرېږي.
۲_د ګوانتانامو له پوځي زندان څخه ۱۱ یمني بندیان خوشې شوي.
۳_ټرمپ: کاناډا باید د امریکا یو ایالت شي او اوس د دې کار لپاره مناسب وخت دی.
پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکشغږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.