ورځ او نېټه: شنبه ۱۴۴۶/۷/۱۰ ھ ق.
- [ ] افغانستان:
۱_د کالدارو او تومانو ټغر ټول دی؛ نيمروز کې له ايراني تومانو ګټه اخيستنه صفر ته راښکته شوې.
۲_ننګرهار کې د امنیتي ځواکونو په ځوابي ډزو کې یو غل وژل شوی.
۳_د یوه بلاروسي شرکت مسئولینو افغانستان کې د انرژۍ د تولید په پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې.
۴_مولوي حمدالله فطرت: د نورو هېوادونو پر وړاندې له هیڅ کومې بهرنۍ ډلې څخه ملاتړ نه کوو.
۵_ترکيې سره د ګډو نندارتونونو په جوړولو خبرې شوي.
۶_د يوه بل دښمنان غاړې سره ورکوي؛ بادغيس کې لس کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوې.
- [ ] سيمه:
۱_د پاکستان بدې ورځې دوام لري؛ بلوچ بېلتون پالو پاکستاني پوځ ته په جلا بريدونو کې درنه مرګ ژوبله اړولې. - [ ] مینځنی ختیځ:
۱_غزه کې د شهید شویو خبریالانو شمېر ۲۰۳ تنو ته ورسېد.
۲_لسګونه کلونه وروسته يو فلسطينی وګړی سوريه کې د وزارت تر مقامه رسېږي.
- [ ] نړۍ:
۱_ټرمپ پر وړاندې جرمي قضیه ثبت شوې؛ خو سزا یې نه ورکول کېږي.
۲_امريکا د اور په لمبو کې؛ د تاريخ تر ټولو ستر زيان اړوونکی اور د پراخېدو په حال کې ده.
۳_د کلفورنیا لاس انجلس؛ وژونکي او بې ساري اور، مذهبي مرکزونه، تاریخي سیمې او د میلیونرانو کورونه لولپه کړل.
۴_د القاعدې اسلامي غورځنګ پوځي څانګې سومالیا کې د یوګانډایي پوځیانو پر کاروان بمي برید ترسره کړی.
پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکشغږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.