د نړۍوال مشروعیت رسمي پیل:
په افغانستان کې د نړۍوالو زبرځواکونو له دوه لسیزو جګړو وروسته، په ۲۰۲۱م کال کې پر افغانستان یو خپلواک مرکزي نظام حاکم شو، د امن او ثبات وزرې یې وغوړولې او د «افغانستان اسلامي امارت» په عنوان یې سرپرست حکومت رامنځ ته کړ. دا چې افغانستان په ستراتیژیک موقعیت کې قرار لري او د سیمې د ثبات په تحکیم کې مهم رول لوبولی شي، د سیمې او نړۍ هېوادونو د دوه اړخیزو ډیپلوماټیکو هڅو په پایله کې، دواړو هېوادونو له ځنډ وروسته ډیپلوماټان، قونسلان او آن سفیران ولېږل، په دې لړ کې د نړۍوال مشروعیت د رسمي اعلان پیل هم وشو.

پنج شنبه(۱۲- سرطان) د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د روسیې فدراسیون له سفیر دیمیتري ژیرنوف سره په بهرنیو چارو وزارت کې لیدنه وکړه، پر مهال یې ژیرنوف د روسیې حکومت هغه پرېکړه رسماً ابلاغ کړې چې پر بنسټ یې د روسیې فدراسیون د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت پېژني. سرپرست حکومت د رسمیت پیژندنې شرایط پوره کړي وو، پر همدې اساس له پخوا له دغه هېواد او نورو هېوادونو سره رسمي ډیپلوماټیک روابط برقرار وو، خو پر نړۍوال سټيج د رسمیت پیژندنې اعلان بیا اوس پیل شو.

د رسمیت پیژندنې اعلان په حقیقت کې د یوې واکمنۍ د مشروعیت اعلان دی. په رسمیت پېژندنه یعنې دا حکومت د دې هېواد د خلکو د واکمن په توګه منل شوی او د نړۍوالو او ډیپلوماټیکو اړیکو په شمول، په نړۍوالو تړونونو کې د ګډون مشروعیت لري. په رسمیت پیژندل شويو هېوادونو حکومتونه یو بل ته ژمن دي، چې د نورو مسایلو ترڅنګ، د امنیتي مسایلو په حل کې هم همکار پاتې شي او یو د بل په وړاندې د ګواښوونکو سیاسي او نظامي خطراتو په له منځه وړلو کې همکار شي.

د افغانستان سرپرست حکومت د روسیې لخوا رسمي پېژندنه یو لوی نړۍوال بریالیتوب ګڼي. دوی دا ګام د نړۍوال مشروعیت په لور یو مهم ګام بولي، چې له مخې یې کولای شي له نړۍوالو سره اقتصادي، سیاسي او امنیتي اړیکې پراخې کړي.

د مخالفینو وضعیت:
په ۲۰۲۱م کال کې د جمهوریت له پرځېدو سره جنایت کارو، جاسوسو او پلورل شویو څهرو له افغانستان څخه تېښته وکړه، واک ته د بیرته ستنېدو په موخه یې یو شمېر ډلې او ټپلې رامنځ ته کړې. دا چې له پخوا یې په منځ کې درزونو شتون درلود، له واک تر تېښتې وروسته یې پر یو او بل د تورونو لګولو، د مسئولیت ور اړولو او ګڼو مسایلو د جنجالونو له کبله اختلافاتو او درزونو نور زور هم واخیست، د شخصي ګټو پر اساس یې بې اتفاقه او پاشلې ‌ډلې په خپل منځي اختلافاتو کې دومره را ګیر وې، چې د یووالي، ګډي ستراتیژۍ او راتلونکې ټاکلو اساسي بحثونه ترې پاتې وو.

په افغانستان کې سرپرست حکومت د نړۍوالو اړیکو او تعاملاتو پراختیا ته کار ویلی و، د باثباته رسمي تعاملاتو او نړۍوال مشروعیت ترلاسه کولو په برخه کې یې شرایطو ته زمینه مساعدول او له دې لارې یې نړۍوال سټیج ته لار هم وموندله، مګر بل خوا بیا د اختلافاتو په ګرداب کې ګیرې ډلې ورځ تر بلې له نړۍوال سټیج څخه څنډې ته کېدلې، انزوا ته تللې او بالاخره د سرپرست حکومت له رسمیت پیژندنې سره د دغه ډلو د زوال پر تابوت یو بل مېخ ور اضافه شو.

بې پایلې ناستې:
د وضعیت د بدلون لپاره یو شمېر سیاسیونو او ډلو ټپلو ناستې وکړې، ترڅو بیا هم پر نړۍوال سټیج مطرح شي، خو د نړۍ وضعیت، دریځ او ګټو نور بدلون کړی و. هېوادونه د یوکراین، منځني ختیځ او اوس بیا د اسرائیل – ایران په مسایلو بوخت وو، وضعیت له ۲۰۰۱م کال سره تغیر کړی، پر پخوانیو سیاسیونو د هېوادونو باور او د دوی په اړه دریځ ۱۸۰ درجې تغیر کړی او اصلاً یې په افغانستان کې د مقاومت، آزادۍ او نورو نیابتي ډلو د واکمنۍ په اړه نظر، د دوی د متواترې ناکامۍ له امله مثبت نه و/دی.

خو بیا هم د نړۍ په کُونج او کنار کې د بهر مېشتو مخالفو ډلو د مطرح کولو او ملاتړ ترلاسه کولو لپاره څه نا څه هڅې روانې وې، ځینو هېوادونو څرګند منفي ځواب نه ورکاوه، ځکه له دغه ډلو یې د خپلو سیاسي او تبلیغاتي موخو ترلاسه کولو لپاره څه نا څه استفاده کولی شوای؛ په همدې موخه یې په ځينو هېوادونو کې غونډې جوړې کړې.

د مثال په توګه د ویانا پروسه(څو ناستې)، د استانبول ناسته، د هرات امنیتي کنفرانس او نوري ناستې چې په تېرو څلورو کلونو کې په بېلابېلو هېوادونو کې ترسره شوې دي، تبلیغاتي بڼه یې پر واقعيت او اقداماتو ځواکمنه وه، تنها په نړۍوالو رسنیو کې د ګرمې مطرح کېدونکې موضوع په توګه بدرګه کېدل، ترڅو د افغانانو په سترګو کې خاورې وشیندي او نړۍ ته د بیا مزدورۍ کولو قناعت، باور او تعهد ورکړي. خو له دې ټولو هڅو سره، سره دا ناستې ناکامې شوې، په یووالي، پلان جوړونې، دریځ نیونې، نړۍ قانع کولو، باور جوړونې، روایت او اجماع رامنځ ته کولو کې ناکام او شومو موخو ته ونه رسېدل.

تېر ایستونکي اخطارونه:
د مخالفینو له صف څخه د افغانستان د ثبات او حاکمیت په وړاندې تبلیغاتي جګړه عادي شوې ده، د دې جګړې په دوام کې بیا مخاطبینو ته دوکه ورکول بیخي نهادینه شوې؛ د مخالفینو د فزیکي جګړې نغاره شاوخوا څلور کلنه شوه، دوی په رسنیو کې ادعا کوله، چې «موږ اخته یو، ترتیب برابروو، ځانونه محکمه کړئ، سپورټونه وکړئ، چې باره وطن آزاد کړو»، «له اختر وروسته جګړه پيلوو»، «طالبان دې له شماله د وتلو لارې چارې هم ځان ته وګوري»؛ دا او دې ورته اخطارونه له څلورو کلونو راهیسې دوام لري، خو نه تنها چې مخالفین په فزیکي جنګ ونه توانېدل، بلکې د نړۍ له سترګو هم ولوېدل او اوس یې شعارونه بازار نه لري.

د مخالفینو او ډلو ټپلو ناهیلي:
کله چې د روسیې له خوا د سرپرست حکومت د رسمیت پیژندنې اعلان وشو، هم مهاله ورسره د مخالفو ډلو د مشرانو، غړو، پرځېدلي جمهوریت د چارواکو او فعالانو غبرګونونه وپارېدل، دوی په غبرګونونو کې د روسیې اقدام د دوی د شخصي ګټو د ضایع کېدو پر بنسټ غندلی او پلوي یې نه کوي، همدا راز د ناهیلۍ اظهار کوي او له رواني نا کرارۍ کړېږي.

رحمت الله نبیل، چې د افغانستان د آزادۍ ملي ګوند مشر دی، پر خپله ایکس پاڼه لیکلي: «په داسې حال کې موږ (د طالبانو مخالفین) لا هم د روایت، هدف او راتلونکې پر سر په خپل منځ کې سره سرګردانه یو، نړۍ په قاطعیت سره خپل مسیر ټاکي.» هغه د مخالفینو په صف کې د یوه واضح هدف، لیدلوري او تګلارې له نشتون شکایت کړی او زیاته کړې یې ده چې پر یو بل به په فیسبوک او «بې پایلې» مجلسونو کې نیوکې کوو.

د متحدي جبهې مشر سمیع سادات له ژورې ناهیلۍ وروسته ویلي، «زه طالبان په رسمیت نه پېژنم، راچپه کوم یې او بس!»، دوی لا هم داسې انګېري چې نړۍ ورته انتظار ده، ترڅو هغه اختر را ورسېږي چې سادات او څو نفري ګروپ یې له سپورټونو تر فراغت وروسته افغانستان کې نامشروع جګړه پیل کړي؛ خو دا ارزو بې پایلې ده.

د پرځېدلي جمهوریت یو چارواکي حلیم فدايي پر خپله ایکس پاڼه د مخالفینو د بې اتفاقۍ له کبله په ناکامۍ اعتراف کړی، هغه ویلي، «جمهوري غوښتونکو او افغان سیاستوالو ته په څرګنده وایم: تاسې دوه لارې لرئ، یا یو موټی شئ او پر یوه ګډ دریځ راټول شئ، یا که دا نه کوئ، نو د اختلاف او وېش په صورت کې خپله ناکامي ومنئ او له سیاسي ډګره لاس واخلئ»؛ نوموړي د رسمیت پیژندنې له اعلان سره سم، له رواني ستونزو سره مخ شوی او پر خپله ایکس پاڼه په خورا پوچو الفاظو د دغه پریکړې په اړه ټویټونه کوي.

عطا محمد نور د جمعیت ګوند له ادرسه په یوه اعلامیه کې کرملین ته خبرداری ورکړی، چې «دا پرېکړه به د نویو جیوپولیټیکي کړکېچونو او نیابتي جګړو د بیا راژوندي کېدو زمینه برابره کړي؛ داسې یو بهیر چې یواځې د ناامنۍ، بې‌ثباتۍ، ډله‌ییزو مهاجرتونو او د خلکو د لا زیات رنځ لامل کېږي.» دا اخطار په داسې حال کې کرملین ته ورکول کېږي، چې د طالبانو د تېرې واکمنۍ پر مهال همدا جمعیت، پخواني سیاسیون او ډلې ټپلې د روسیې له ملاتړه برخمنې وې، همدا راز یې د امریکايي اشغال پر مهال هم له روسیې سره خپلې اړیکې نه خړولې، چې په دوام یې بیا تر اوسه روسیې ته د ملاتړ هیله ساتلې وه.

مقاومت او آزادۍ جبهې او یو شمېر مخالفینو بیا دغه پرېکړه په مختلفو نوعیتونو غندلې، همدا راز یې د ژورې خواشینۍ ترڅنګ د یووالي او همکارۍ غوښتنه کړې ده. د یادونې وړ ده چې د دغه ډلو او اشخاصو په منځ کې ژور اختلافات شتون لري، چې له کبله یې په اجماع رامنځ ته کولو نه دي توانېدلي.

د افغانانو په نوم امتیاز طلبي:
د مخالفینو په اعلامیو کې د نورو څرګندونو ترڅنګ دا هم لیکلي، چې «نړۍواله ټولنه دې د افغانستان له خلکو سره ودرېږي»؛ دا غږ په خورا بې شرمانه ډول له شاوخوا څلورو کلونو راهیسې بدرګه کوي او د افغانستان د مؤمن، مجاهد او غیور ولس پر سر د امتیاز غوښتنه کوي، په داسې حال کې چې د لسیزو، لسیزو جګړو، ناامنیو، فساد، بې عدالتۍ او عام وژنې عاملین د همدې مخالفو ډلو مشران دي، دوی بیا هم غواړي واک ته ستانه شي او خپلو ناروا کړنو ته دوام ورکړي.

خو د افغانانو په نوم دا امتیاز طلبي به نور دوام ونه کړي، ځکه د دغه ډلو د محوه کېدو پر تابوت ورځ تر بلې مېخونه اضافه کېږي او په بل اړخ کې بیا سرپرست حکومت د یو مشروع نظام په توګه، په هر ډګر کې پرمختګ کوي او د افغانانو لپاره د یو سوکاله، با ثباته او امن افغانستان بقاء تضمینوي.

پر مخالفینو د رسمیت پېژندنې اغېزې:
۱. مخالفین به د بهرنیو ځواکونو سیاسي او نظامي ملاتړ او پر دوی شته باور له لاسه ورکړي او پر نړۍوال سټیج به په افغانستان کې د سرپرست حکومت تله درنه شي.
۲. د سرپرست حکومت نړۍوال مشروعیت د دوی د مخالفو ډلو پر سیاسي فعالیتونو سختې منفي اغېزې اچوي او د جګړې تبلیغاتي روایات یې د نړۍ په وړاندې بې ارزښته کېږي.
۳. سرپرست حکومت به نړۍوالو سازمانونو، بنسټونو او هېوادونو ته د لاس رسي په پایله کې د هرې هغه تبلیغاتي او ناسمې ادعا په اړه واقعیتونه ابلاغ کړي، چې مخالفینو په تېرو څو لسیزو کې د شخصي ګټو لپاره تبلیغ کړي وو.
۴. د سرپرست حکومت د مخالفینو په نوم هر خوځښت، ډله او سازمان، تر هغو چې ننګونکي نه وي، د افغانستان په مسئله کې د جهت په توګه نه شي مطرح کېدلای.
۵. رسمیت پېژندنه مخالفي ډلې کم رنګه، ناهیلي، منزوي او په اخر کې له منحل کېدو سره مخ کوي.

پایله:
د سرپرست حکومت رسمیت پېژندنه یو مهم نړۍوال پیغام لري او ستر سیاسي پرمختګ دی، چې دغه حکومت ته نړۍوال مشروعیت ورکوي او د نړۍوالې ټولنې له لوري د پراخو اړیکو پرانیستلو دروازه خلاصولی شي. دا پېژندنه سرپرست حکومت د انزوا له حالت څخه باسي، له نړۍوالو بنسټونو، هېوادونو او سازمانونو سره د رسمي تعامل زمینه ورته برابروي. په دې توګه، حکومت کولای شي خپل کنټرول او واک نور هم ټینګ کړي او په افغانستان کې ثبات، سوله او امنیت برقرار وساتي. له بلې خوا، رسمیت پېژندنه د دغه حکومت د مخالفینو لپاره لویه ننګونه ده. د نړۍوال رسمیت له ترلاسه کولو سره، مخالفین له نړۍوال ملاتړ او مشروعیت څخه محروم کېدای شي، چې دا به د هغوی د سیاسي اغېز کمښت او پر سیاسي فعالیتونو محدودیتونه رامنځ ته کړي. برسېره پر دې، دوی کېدای شي په کور دننه هم د خلکو لږ شته باور هم له لاسه ورکړي، وېشنې او اختلافات یې نور هم ژور شي او د منحل کېدو پر پوله به ودرېږي.

یادؤنه: په هندوکش‌ غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌ غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version