په داسې حال کې چې د سیمې امنیتي وضعیت له یوه حساس او نازک پړاو څخه تېرېږي، د پاکستان د استخباراتي او سیاسي دستګاه وروستي خوځښتونه ښيي چې دغه هېواد یو ځل بیا د افغانستان د ثبات پر وړاندې له خپلو زړو مهرو څخه کار اخلي. دا ځل اسلام آباد له هغه تش په نوم مقاومت ډلې او نورو سیاسي مخالفینو سره لاس یو کړی چې یوازې د افغان حکومت د را پرځولو او ګډوډۍ خوبونه ویني. دا عادي سیاسي ناستې نه دي، بلکې د افغانستان د حریم د نقض او د افغانستان پر نظامي بنسټونو د بریدونو لپاره د یوې استخباراتي همغږۍ او همکارۍ پیل دی.
کره او مستند استخباراتي معلومات روښانه کوي چې د کابل پر ځینو ستراتیژیکو او نظامي مرکزونو د وروستیو هوايي بریدونو تر شا د هغو کسانو ناپاک لاس دی چې ځانونه د «مقاومت جبهې» غړي بولي. دا کسان د خپلو شخصي ګټو او د واک د حرص لپاره د هېواد د مهمو نظامي بنسټونو دقیق کوردینات نېغ په نېغه د پاکستان پوځ او استخباراتو ته سپاري، چې دا د افغانستان پر ملي حاکمیت د تېري په برخه کې د پردیو مزدورو ډلو مستقیمه همکاري ده او د تاریخ په تورو پاڼو کې به د ملي خیانت په توګه ثبت شي.
د دیپلوماتیکو موازینو په خلاف، اوس دا معامله تر پټو ناستو وتلې او په څرګند ډول ترسره کېږي. باوري سرچینې تائیدوي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او استخباراتي بنسټونو چارواکي په منظمه توګه هره اوونۍ د مقاومت د نیابتي جبهې له مطبوعاتي ټیم سره ډله ییزې انلاین ناستې کوي. په دې ناستو کې نه یوازې دا چې هغوی ته تبلیغاتي لارښوونې کېږي، بلکې د روانو حالاتو په اړه ورته ځانګړي استخباراتي تګلارې ښودل کېږي، ترڅو د افغانستان د اوسني نظام پر وړاندې خپله زهري تبلیغاتي جګړه منظمه کړي او د پردیو اجنډا ته لاره هواره کړي.
د مقاومت او نورو مخالفو ډلو غړو د پاکستان – افغانستان له نښتو سره هم مهاله پاکستان ته خپله وفاداري ثابته کړې، هغه وفاداري چې د پاکستان له استخباراتي بنسټونو سره د دوامداره اړیکو ساتلو په هدف د پاکستان په ګټه او د افغانستان په خلاف د تبلیغاتي فعالیتونو او دریځونو له لارې ثابتېږي. د پاکستاني پوځ پلوه آدرسونه او استخباراتي پاڼې هم چې تر ډېره له افغانستان سره په مطبوعاتي او رواني جګړه ښکېلې دي، د تش په نوم مقاومت جبهې سره د توافقاتو او نږدې همغږۍ پر بنسټ، د دغه ډلې خیالي فعالیتونو ته کمپاین کوي او غواړي وښيي چې په افغانستان کې بې ثباتي ده او امنیتي وضعیت سم نه دی.
پاکستان له یوې خوا له نړۍ سره د ترهګرۍ(!) په نوم د مظلومیت لوبې کوي، خو له بلې خوا د افغانستان پر هوايي حریم د یو غاصب او اشغالګر رول لوبوي. دا چې پاکستان په آزاده توګه انتخابي بریدونه کوي، اصلي لامل یې هغه کره اطلاعاتي لاسنیوی دی چې د مقاومت په نوم نیابتي ډله یې په پټه او ښکاره ورسره کوي. اسلام آباد هڅه کوي چې د فشار له دې نامشروع وسیلې کار واخلي ترڅو افغانستان تسلیمۍ ته اړ کړي، خو په حقیقت کې اوس افغانستان نه، بلکې پاکستان د تسلیمۍ پړاو ته رسېدلی.
د افغانستان د اوسني ثبات په نښه کول او د هېواد د تاریخي دښمنانو په غېږ کې مېشت مخالفین، په ځانګړې توګه مقاومت جبهه د سیاسي او اخلاقي زوال وروستي حد ته رسېدلي. دا ډله اوس د یوې سیاسي جبهې پر ځای په بشپړه توګه د پاکستان د استخباراتو په یوې مطبوعاتي او عملیاتي څانګې بدله شوې ده. پاکستان باید پوه شي چې د ماتې خوړلو مهرو بیا کارول او د افغان حکومت د مخالفینو پالل به د دوی لپاره کومه ستراتیژیکه ګټه ونه لري، بلکې په سیمه کې به د نوي ناورین پړه یوازې او یوازې د دوی په غاړه وي.
