Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د هرات امنیتي غونډه؛ د یوې ناکامې نندارې بې پایلې تکرار
    لیکني

    د هرات امنیتي غونډه؛ د یوې ناکامې نندارې بې پایلې تکرار

    صابر افغانصابر افغان25 فبروري 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د هرات امنیتي کنفرانس هغه غونډه ده چې له کلونو راهیسې ترسره کېږي. په هر پړاو کې یې د افغانستان ځینې بدنامې څهرې راټولېږي، داسې انګېري چې ګواکي د افغانستان، سیمې او نړۍ د امنیتي او سیاسي مسایلو په اړه بحثونه کوي.

    د دې ناستې د شالید په اړه باید وویل شي، چې لومړی ځل د ۲۰۱۲ زیږدیز کال د اکټوبر له ۱۹مې تر ۲۱مې د هرات په اختیارالدین قلعه کې ترسره شوه. ورپسې، دویم پړاو د ۲۰۱۳م کال د اکټوبر له څلورمې تر شپږمې نیټې، درېیم پړاو د ۲۰۱۴م کال د سپټمبر پر ۲۷مه او ۲۸مه، څلورم پړاو د ۲۰۱۵ کال د اکټوبر له دویمې تر درېیمې، پنځم پړاو د ۲۰۱۶م کال د اکټوبر پر ۱۴مه او ۱۵مه نېټه، شپږم پړاو د ۲۰۱۷م کال د اکټوبر پر ۱۳مه او ۱۴مه، اووم پړاو د ۲۰۱۸م کال د اکټوبر پر ۲۶مه او ۲۷مه، او اتم پړاو د ۲۰۱۹م کال د اکټوبر له ۱۸مې تر ۱۹مې ترسره شوي دي.

    د کرونا وبا پر مهال، د دې ناستو نهم پړاو یو څه له معمولي شکل څخه ووت او په دریو کچو؛ ولایتي، انلاین او حضوري توګه ترسره شو. له دې وروسته، د جمهوري ادارې تر سقوط وروسته، لسم پړاو د ۲۰۲۲ کال د نومبر پر ۲۹ – ۳۰ نېټه او یوولسم پړاو د ۲۰۲۳ کال د نومبر پر ۲۷ – ۲۸، د تاجکستان په دوشنبې ښار کې ترسره شو.

    دا کنفرانس چې د افغانستان د ستراتيژیکو مطالعاتو د انسټیټیوټ (AISS) له لوري تنظیمېږي، تازه یې دوولسم پړاو د هسپانیا په مادرید ښار کې د دوه ورځو لپاره ترسره شو.

    د یادونې وړ ده چې، له کابل څخه د جمهوریت پخوانيو سیاستوالو تر تېښتې وروسته، دا ناسته تاجکستان ته ولېږدول شوه، خو کله چې د سرپرست حکومت او تاجکستان ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو راپورونه خپاره شول، داسې ښکاري چې دوی له تاجکستان څخه هم شړل شوي او اوس یې دا نمایشي ناسته د مادرید په ښار کې ترسره کړې ده.

    د دې ناستې لومړۍ ورځ چې د بې‌حجابه ښځو د نڅا او موسیقۍ په بدرګه پیل شوه، د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رئیس رحمت الله نبیل، د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینټ او نورو تکراري څهرو خپلو ملاتړو او همفکرانو ته وینا وکړه.

    نبیل د خپلو پاشلو خبرو په یوه برخه کې داعش ته په کمپاین کولو سره، نړۍوالو ته د داعش د خراسان څانګې د ګواښ په اړه خبرداری ورکړ، نوموړي ادعا وکړه چې نړۍوالې ټولنې په سوریه او عراق کې داعش له پیله جدي ونه نیو، تر دې چې دغه ډله په یوه نړۍوالو ګواښ بدله شوه، اوس هماغه تېروتنه په افغانستان کې تکراروي.

    نبیل د خراسان داعش په داسې حال کې په عراق او سوریه کې د داعش د اوج له وختونو سره پرتله کړل چې دا او هغه حالت هېڅ راز ورته والی نه لري؛ داعش د ۲۰۱۴م کال تر نیمايي پورې د عراق ۴۰ سلنه خاوره او د ۲۰۱۵م کال د مې تر پایه د سوریې ۵۰ سلنه خاوره ولکه کړې وه، خو د داعش خراسان څانګه د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم په لاس کې نه لري.

    ورپسې ریچارډ بینټ د شیخ هبة الله اخندزاده او د سرپرست حکومت د قاضي‌ القضات د نیولو د غوښتنې هرکلی وکړ او ویې ویل چې نړۍ د ښځو د وضعیت په برخه کې عمومي شاتګ ته مخه کړې، خو د افغانستان د ښځو ناورین له بل هېڅ هېواد سره د پرتلې وړ نه دی!

    بینټ دا خبرې په داسې حال وکړې چې یوازې د صهیونیستي رژیم د وحشي بریدونو په ۱۵ میاشتو کې له ۲۰ زرو زیاتې فلسطینۍ ښځې شهیدانې شوې، خو د بینټ په څېر کسان، چې د ښځو د حقونو د دفاع ادعا لري، اصلي دنده یې د ښځو د حقوقو دفاع نه بلکې سیاسي موخې دي، ځکه خو پر دې جنایاتو سترګې پټوي.

    د هرات د امنیتي غونډې تاریخ ته په کتو، د دوی دا او ورته نورې بې‌ګټې ناستې، لکه د ویانا وروستی کنفرانس به د افغانستان پر بېروني او کورني وضعیت هیڅ اغېز ونلري.

    که په ریښتیا هم د هرات امنیتي ناستې کومه عملي پایله لرلی، باید په هغه نهو دورو کې چې د همدې څهرو د واکمنۍ پر مهال په هرات کې ترسره شوې، لږ تر لږه د خلکو یوه ستونزه به یې حل کړې وای، یا یې لږ تر لږه امنیت ته څه ګټه رسولې وای. د نا امنیو او فساد له بنسټګرو څخه دا تمه درلودل یوازې یو خیال او خوب دی.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهبغلان کې د داعش هغه ډله له منځه وړل شوې چې څه موده وړاندې یې يو امنيتي سرتېری په شهادت رسولی و
    راتلونکي مقاله ‏کابل ښار کې دوه کسان د ۱۷۵۰۰ عدده نشه‌يي ګوليو د خرڅلاو په تړاو نيول شوي

    مربوطه لیکنې

    د مقاومت جبهه د امریکا د خوشحالۍ لپاره د داخلي پلور لېوالتیا لري

    13 مې 2025

    د مقاومت جبهه د امریکا د خوشحالۍ لپاره د داخلي پلور لېوالتیا لري

    13 مې 2025

    دا مقاومت دی که مزدوران؟ د امریکایي هډې لپاره د داخلي پلور لېوالتیا

    12 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 20 مې 2025

    بريتانيا، فرانسې او کاناډا اسرائيلو ته غزه کې د روانو بريدونو له امله جدي خبرداری ورکړی

    د سي اېن‌ اېن خبري شبکې د راپور له مخې بریټانیا، فرانسې او کاناډا د…

    د تورخم بندر کميسار پاکستاني لوري سره د ستونزو په حل کولو خبرې کړي

    20 مې 2025

    خوست کې د ۲۲ ميليونه افغانيو په لګښت د سړک جوړونې يوه پروژه بشپړه شوه

    20 مې 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    بريتانيا، فرانسې او کاناډا اسرائيلو ته غزه کې د روانو بريدونو له امله جدي خبرداری ورکړی

    20 مې 2025

    د تورخم بندر کميسار پاکستاني لوري سره د ستونزو په حل کولو خبرې کړي

    20 مې 2025

    خوست کې د ۲۲ ميليونه افغانيو په لګښت د سړک جوړونې يوه پروژه بشپړه شوه

    20 مې 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،933 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،865 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،859 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.