Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د ویانا ناسته؛ د شخصي ګټو د خوندي کولو دام
    لیکني

    د ویانا ناسته؛ د شخصي ګټو د خوندي کولو دام

    صابر افغانصابر افغان17 فبروري 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    ټاکل شوې چې د اتریش په پلازمېنه ویانا کې د روانې فبرورۍ په ۱۸مه او ۱۹مه، د سرپرست حکومت ‎د بهر مېشتو مخالفو ډلو ټپلو نږدې سل تنه را ټول شي، دا په شاوخوا دریو کلونو کې د ویانا پنځمه ناسته ده چې ترسره کېږي، خو تېرو ناستو یې هم کومه خاصه نتیجه نه درلودل. دا ناستې د دې لپاره جوړېږي، چې بهر مېشتې مخالفې ډلې سره منسجمې شي او خپل منځي اختلافات لېرې کړي، خو د غونډو له پای ته رسېدو سره جوخت، نه تنها دا چې دا اختلافات نه حل کېږي، بلکې لا پسې ډېرېږي او د شته ډلو ټپلو له منځه نوې ډلې هم راټوکېږي.

    د دغه ډول غونډو ماهیت، د اشخاصو او ډلو جوړښت، د دوی د بحث موضوعات، اجنډا او نورو مسایلو ته که وکتل شي، د غونډو له پیله هر څوک دا تصور کولی شي، چې دا هسې بې مانا او بې ګټې غونډې دي، چې هېڅ لاسته راوړنه نه لري. په دغه غونډو کې هغه کسان راټولېږي، چې د افغانستان د اوږدې غمیزې اصلي عاملین د دوی ګوندونه او یا هم د دوی د کورنۍ غړي دي، چې د افغانستان خلک هېڅ ښه خاطره نه ترې لري، په افغانستان کې د خپلو کرلو اغزیو له وېرې تښتېدلي او د خپل له لاسه تللي حیثیت، قدرت او دبدبې بې حالي یې له ورایه په څېرو کې ښکاري.

    دغه ډلې ټپلې او افراد د فردي ګټو، ګوندي، قومي او سمتي غوښتنو، فرمایشونو او سلیقو له کبله له یو او بل سره دومره اختلافات لري، چې د بهرنیو له مرستې پرته پنځه کسان هم په خپلو کې نه شي راسره راټولېدی. د دوی لپاره دا ډول غونډې هم بهرنیان جوړوي، لګښتونه یې هم هغوی ورکوي، اجنډا هم هغوی ورکوي او په دغه ډول غونډو کې یې هغوی هڅوي چې خپل داخلي اختلافات یوې خواته کړي او د دوی په وینا په افغانستان کې د ډيموکراسۍ او غربي ارزښتونو د پلي کولو لپاره پر یوې هوکړې سره صلاح شي.

    خو دوی نه د ځان لپاره کوم پلان لري، نه د افغانستان لپاره او نه هم د خپلو ډونرانو د قناعت لپاره کومه لاسته راوړنه لري، چې دوی ته دې پرې پروژې ورکړل شي، دوی هلته تنها خیالي ژمنې کوي، هر یو یې د میلیوني پلویانو لاپې شاپې وهي او هر یو هڅه کوي چې خپل ډونر ته ځان تر بل سیال ډېر نږدې وښيي، هر یو هڅه کوي چې خپلو ډونرانو ته داسې وښيي چې ګواکې دوی یې تر بل هر چا ګټې ښې خوندي کولی شي.

    خو د دوی اصلي موخه د خپلو جېبونو ډکول، د خپل بایللي کاذب حیثیت، واک او ځواک بیا راژوندي کول او د خپلو شخصي ګټو او سلیقو لپاره کار کول وي. په دې سیالۍ کې دوی د اختلافاتو اوج ته رسېدلي، دوی یې سره وېشلي، پاشلي او په شدیده توګه کمزوي کړي دي، دوی له بهرنیو مرستو او هڅونو سره سره، بیا هم نه شي کولی چې سره یو شي او په یوه ټغر سره راټول شي. له بلې خوا ولس اوس د دوی تورې، مبهمې او مذبذبې څېرې تر پخوا ښې پېژندلي، هېڅوک یې ملاتړ نه کوي، بلکې هره ورځ یې کرکه لا ورسره ډیریږي او د دوی له شتون څخه په خالي افغانستان کې د ارامۍ او سوکالۍ احساس کوي.

    د ویانا پنځمه ناسته هم د تېرو ناستو په څېر بې ګټې او بې مانا ده، په دې ناسته کې به بیا هم د څو مشخصو قومي، سمتي او ګوندي سیاسي معامله ګرو او سوداګرو یوه کتله سره راټوله شي، د پخوا په څېر به هلته د خپلو بهرنیو ډونرانو او ملاتړو په مخ کې څو لاپې شاپې ووهي، دوی ته به کاذبې وعدې ورکړي، خو د غونډې له پای ته رسېدو سره به یې اوسني جوړښتونه لا پسې وپاشل شي، ټوټه به شي او په سرو سترګو او ترهېدلو څېرو به د خپلو شومو پلانونو او موخو د رژېدو ننداره کوي او بس!

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد افغانستان بانک ۲۰ میلیونه امریکایي ډالر د لیلام په ډول پلوري
    راتلونکي مقاله د برېتانیا د ځانګړو ځواکونو قومندانۍ د څه باندې ۲۰۰۰ افغان کومانډویانو د پناه غوښتنې، غوښتنلیکونه رد کړي

    مربوطه لیکنې

    د مقاومت جبهه د امریکا د خوشحالۍ لپاره د داخلي پلور لېوالتیا لري

    13 مې 2025

    د مقاومت جبهه د امریکا د خوشحالۍ لپاره د داخلي پلور لېوالتیا لري

    13 مې 2025

    دا مقاومت دی که مزدوران؟ د امریکایي هډې لپاره د داخلي پلور لېوالتیا

    12 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 20 مې 2025

    بريتانيا، فرانسې او کاناډا اسرائيلو ته غزه کې د روانو بريدونو له امله جدي خبرداری ورکړی

    د سي اېن‌ اېن خبري شبکې د راپور له مخې بریټانیا، فرانسې او کاناډا د…

    د تورخم بندر کميسار پاکستاني لوري سره د ستونزو په حل کولو خبرې کړي

    20 مې 2025

    خوست کې د ۲۲ ميليونه افغانيو په لګښت د سړک جوړونې يوه پروژه بشپړه شوه

    20 مې 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    بريتانيا، فرانسې او کاناډا اسرائيلو ته غزه کې د روانو بريدونو له امله جدي خبرداری ورکړی

    20 مې 2025

    د تورخم بندر کميسار پاکستاني لوري سره د ستونزو په حل کولو خبرې کړي

    20 مې 2025

    خوست کې د ۲۲ ميليونه افغانيو په لګښت د سړک جوړونې يوه پروژه بشپړه شوه

    20 مې 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،933 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،865 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،859 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.