په دې وروستیو کې د پاکستان استخباراتي ادرسونه د یو منظم پلان له مخې د افغانستان ملي منافع او ارضي تمامیت هدف ګرځوي؛ داسې برېښي چې له شر او فساد ډلې سره په افغانستان کې د ورانکاره فعالیتونو د ترسره کولو په مسئله کې واحدې هوکړې ته رسېدلي وي.

د پاکستان استخباراتي ادرسونه چې د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا په ضد کوم محتویات خپروي، هماغه ته په ورته محتویاتو موضوعات د شر او فساد ډلو له رسمي او منسوبو ادرسونو څخه خپرېږي.

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار رانا ثناءالله وویل، چې د پاکستان پوځ حق لري، د ملي امنیت د تضمین په موخه د ډیورنډ دواړو غاړو ته نظامي عملیات وکړي.

د ثناءالله دا خبره بیا د شر او فساد مخکښ غړي حفیظ منصور لږ په بېله بڼه وکړه، هغه وویل، موږ د افغانستان لپاره ټول ټاکل شوي سرحدونه محترم او نړۍوال بولو او په دې اړه هیڅ ډول قانوني دعوه او اعتراض نه لرو. د دوی دواړو خبرې د محتوا په لحاظ د افغانستان د ارضي تمامیت په ضد دي.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف ویلي وو، چې د پاکستان نا امنۍ له افغان خاورې ریښه اخلي. کټ – مټ په همدې محتوا دا خبره د شر او فساد مقاومت جبهې مشر احمد مسعود له ده وړاندې کړې وه، هغه ویلي وو چې د پاکستان د نا امنۍ مسؤلیت د طالبانو په غاړه دی.

د پاکستان استخباراتي ادرسونه په خپلو نشراتو کې درې عمده موخې تعقیبوي:
١: د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا په ضد تبلیغات کول.
٢: د شر او فساد ډلې خیالي فعالیتونو او تبلیغاتو ته انعکاس ورکول.
٣: د پاکستاني ولس او خپلو تبلیغاتي پاڼو د څارونکو پام بل لورې ته اړول.

پورته درې فکټورونه خورا مهم دي، د یوه له لارې، له افغانستان سره دښمني پالي، د دوهم له لارې د شر او فساد ډلې لپاره تبلیغات کوي، تر څو ځواکمن او قوي یې وښیي، د درېیم له لارې د خپل ولس له نیوکو ځان ژغوري او پام یې د افغانستان خوا ته اړوي.

پاکستان په بې ساري ډول د نا امنۍ له لویې څپې سره مخ دی، هره ورځ یې د نظاني افسرانو لسګونه تابوتونه پورته کېږي او په لسګونه نور خپلې دندې پرېږدي؛ دا چې هلته د خلکو په روان او عام ذهنیت کې نظامي چارواکي پوره منفور شوي، پوځ یې هم خپل مورال او حیثیت بایللی، د همدې حیثیت د اعادې لپاره د خپلو غلطو پالیسیو په تطبیق د افغانستان د پر نا امنه کولو تمرکز کوي.

د پاکستان استخباراتي ادرسونه په بېلابیلو نومونو د افغاني هویت په ضد مقالې خپروي، افغان اتلان په سپکو القابو یادوي، د افغانستان او طالبانو په اړه حساس موضوعات را سپړي، لکه په دې وروستیو کې د واخان تبلیغاتي موضوع او نور. دغه تبلیغاتي ادرسونه په افغانستان کې د شر او فساد د لارویانو لخوا ناکامو بریدونو ته هم انعکاس ورکوي او په تبلیغ کې یې ملګري دي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version