شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې تېره ورځ (چهارشنبه، د چنګاښ ۱۱مه) د پاکستان له زندانونو ۲۸ تنه افغان بندیان ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.یاد وزارت د سپین بولدک د سرحدي آمریت له قوله لیکلي، چې خوشې شوي افغانان د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو او له یوې تر څلورو ورځو بندیان وو.ویل شوي، چې یاد کسان له ثبت او بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته لېږدول شوي دي.د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د سرپرست حکومت په هڅو په بېلابېلو هېوادونو کې بندي افغان اتباع ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي معین مهاجر فراهي: د واخان کوریډور د ناامنۍ هره هڅه به له سخت غبرګون سره مخ شي17 جولای 2026
د افغان حکومت ویاند، مولوي ذبیح الله مجاهد: داعش په افغانستان کې بشپړ ځپل شوی، د اندېښنې اړتیا نشته17 جولای 2026