Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د پاکستان وروستی کنفرانس ولې د ښځو د حقونو په نوم یوه سیاسي دوکه ده؟
    لیکني

    د پاکستان وروستی کنفرانس ولې د ښځو د حقونو په نوم یوه سیاسي دوکه ده؟

    صابر افغانصابر افغان13 جنوري 2025څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د پاکستان حکومت چې همېشه یې د نورو د تخریب سیاست خپل کړی او خپله بقا یې د ګاونډیو هېوادونو په بربادۍ کې لټولې، تازه یې په اسلام‌ آباد کې د بشر او ښځو د حقونو د ملاتړ په موخه یو کنفرانس جوړ کړی دی.

    دغه کنفرانس چې په ظاهره د ښځو د حقونو او زده کړو د ملاتړ په موخه جوړ شوی، په حقیقت کې یې تر شا یو پټ سیاسي هدف چې د افغانستان د اسلامي نظام د حیثیت تخریب او د خپلو سیاسي ګټو ترلاسه کول دي؛ پروت دی. په کنفرانس کې د پاکستان دغه چل او دوکه د هیچا له سترګو او غوږونو پټ پاتې نه شو او ټولو ته څرګنده شوه چې پاکستان غواړي اوبه خړې او ماهیان ونیسي.

    خو دا پوښتنې د هر چا په ذهن کې را ولاړیږي چې آیا د پاکستان حکومت به وکړای شي د چل ول له لارې د افغانستان د اسلامي نظام حیثیت ته زیان ورسوي؟ آیا له خپلو کورنیو ستونزو څخه د خلکو پام بل لوري ته اړولی شي؟ آیا د خپلو پوځيانو جنایتونه په ورته کنفرانسونو پټولای شي؟ دا هغه پوښتنې دي چې روښانه ځواب غواړي او له شک پرته چې ځواب یې منفي دی.

    د پاکستان پوځ چې د دولت واګې یې په لاس کې دي، په دې ښه پوهېږي چې د «تفرقه واچوه او حکومت وکړه» سیاست چې له انګریزي استعمار څخه یې په میراث اخیستی، په افغانستان کې نور اغېز نشي درلودلی او اوس حالات بدل شوي، ځکه د افغانستان سرپرست حکومت د پاکستان د پوځ او دیپلوماتیکو آدرسونو په وړاندې برلاسی دی. همدا لامل دی چې د پاکستان سیاستوال سخت وارخطا شوي، کله د افغانستان په ضد کنفرانسونه جوړوي، کله یې د دفاع وزیر له سپکې او سپورې ژبې په کار اخیستلو او د افغانستان په ملي او تاریخي شخصیتونو حملې کوي.

    پاکستان چې د بشر د حقونو په برخه کې تیاره مخینه لري، څنګه کولی شي د بشر د حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو د دفاع لاپې وولي؟ دغه هېواد د خپل تاسیس په څو کلونو کې، مسلمانان همېشه د خپلو سیاسي اهدافو لپاره د ډال په توګه کارولي دي.

    که د پاکستان له جوړېدو پېړۍ هم تېرې شي او که بالفرض حکومت یې د اصلاح او اسلامي لارې په لور ګام هم واخلي، له مظلومې مسلمانې خور عافیه صدیقي سره کړې جفا یې هېڅکله په لمن تور داغ نشي پاکولای. همدا یوه توره نښه بسنه کوي چې د پاکستان حکومت باطل، د ښځو. او ضد وښيي.

    هو، د دې کنفرانس له ګډونوالو دې دا پوښتنه وشي چې آیا په دې کنفرانس کې یې د بشر او ښځو د حقونو د دفاع په موخه ریښتینې هڅې کړي دي؟ ایا دوی د هغو بلوڅو او پښتنو ښځو او ماشومانو چې د پاکستان د پوځ د ظلم او جنایتونو ښکار دي؛ په حالت خبر نه دي؟ ایا دوی نه پوهېږي چې په دې هېواد کې بې‌ ګناه مسلمانان او انسانان د پاکستان د پوځ د ځپونکو سیاستونو قرباني دي؟، ایا د بلوڅو او پښتنو ښځې او ماشومان انسانان نه دي او د بشر په ډله کې نه راځي؟

    دغه کنفرانس په داسې حال کې جوړ شوی چې د فلسطین په ښځو او ماشومانو د اسرائيلو ظلمونو او جنایتونو ټوله نړۍ ولړزوله، خو همدې غونډې او کسانو د فلسطین د مظلوم ملت او ښځو لپاره چې هره ورځ په اورونو کبابیږي، هېڅکله ریښتینې غږ نه دی اوچت کړی.

    ایا د فلسطین د ښځو او ماشومانو کریږې او فریاد د دوی غوږونو ته نه دی رسېدلی؟ او ولې د دې کنفرانس هېڅ ګډونوال د عافیه صدیقي په اړه د پاکستان د جنایتونو پوښتنه ونکړه؟ ولې له دې کسانو هېڅ کس له پاکستان څخه دا غوښتنه ونه کړه چې د نورو لپاره دسیسې جوړولو پر ځای دې د عافیه صدیقي په څېر کسانو د برخلیک ځواب دې ووايي؟

    د پاکستان د حکومت دا ټولې شوم کړنې دا په ډاګه کوي چې د دې حکومت اصلي موخه د ښځو یا د بشر د حقونو دفاع نده، بلکې یوازې او یواځې د افغانستان د اسلامي حکومت تخریبول غواړي او بس.

    هغه کسان چې په دې کنفرانس کې یې برخه اخیستې، د اسلامي امت د مرستې او خواخوږۍ لپاره نه، بلکې د اسلامي امت د تخریب لپاره سره راټول شوي دي. دا کسان، که د اسلامي نړۍ لوړپوړي علماء دي او که د پاکستان د استخباراتي ادارو نور لاسپوڅي، یوازې په خپلو سیاسي ګټو پسې دي او هېڅکله به د مسلمانانو د حقایقو او ریښتینو حقونو په اړه خولې خلاصې نه کړي.

    نو د افغان ملت او نورو اسلامي ملتونو لپاره اړینه ده چې د پاکستان دا تخریبي اعمال په بشپړه هوښیارۍ او ځیرکتیا سره وپېژني او پر وړاندې یې اقدام وکړي. د پاکستان مزدور پوځ باید درک کړي چې یواځې د بشپړ اسلامي نظام له لارې بریالی کېدای شي، نه د دغه چلونو او تخریبي سیاستونو له لارې چې په پای کې به یې زیان هم خپل ځان ته ورسېږي.

    مخکینۍ مقالهپاکستان دې د افغاني خویندو د تعلیم پرځای د خپلو هغه نجونو غم وکړي، چې حیاء یې سرعام لیلامېږي
    راتلونکي مقاله د حماس غورځنګ ځواکونو د غزې د رفح ښار په يوه ودانۍ کې ۲۵ اسرائيلي عسکرو ته مرګ‌‌ژوبله اړولې

    مربوطه لیکنې

    د مقاومت جبهه د امریکا د خوشحالۍ لپاره د داخلي پلور لېوالتیا لري

    13 مې 2025

    د مقاومت جبهه د امریکا د خوشحالۍ لپاره د داخلي پلور لېوالتیا لري

    13 مې 2025

    دا مقاومت دی که مزدوران؟ د امریکایي هډې لپاره د داخلي پلور لېوالتیا

    12 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 20 مې 2025

    پاکستاني طالبانو چترال کې پر ارسون پوځي مرکز له څو لوریو هم‌مهاله بریدونه پیل کړي

    له خیبر پښتونخوا د هندوکش‌غږ ځایي سرچینې وایي، د پاکستاني طالبانو غورځنګ ځواکونو د چترال…

    اروپایي ټولنه پر سوریې لګول شوي بندیزونه لغوه کوي

    20 مې 2025

    بريتانيا، فرانسې او کاناډا اسرائيلو ته غزه کې د روانو بريدونو له امله جدي خبرداری ورکړی

    20 مې 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پاکستاني طالبانو چترال کې پر ارسون پوځي مرکز له څو لوریو هم‌مهاله بریدونه پیل کړي

    20 مې 2025

    اروپایي ټولنه پر سوریې لګول شوي بندیزونه لغوه کوي

    20 مې 2025

    بريتانيا، فرانسې او کاناډا اسرائيلو ته غزه کې د روانو بريدونو له امله جدي خبرداری ورکړی

    20 مې 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،933 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،865 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،859 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.