Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»سیمه»د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر، منظور احمد پښتین: د پاکستان پوځي رژیم له‌خوا کېدونکي کړنې، ساده ترهګري نه؛ بلکې د ترهګرۍ تر ټولو وحشي بڼه ده
    سیمه

    د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر، منظور احمد پښتین: د پاکستان پوځي رژیم له‌خوا کېدونکي کړنې، ساده ترهګري نه؛ بلکې د ترهګرۍ تر ټولو وحشي بڼه ده

    صابر افغانصابر افغان18 اکتوبر 2025څرگندونې نشته1 دقیقه لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) مشر، منظور احمد پښتین، په افغانستان کې پر عامو خلکو د پاکستان پوځي رژیم وروستیو بریدونو ته په غبرګون کې ویلي چې د دغه هېواد پوځ د ترهګرۍ ضد عملیاتو تر نامه لاندې بې‌ساری وحشت او ظلمونه تر سره کوي.

    نوموړي ویلي، چې د شمالي وزیرستان د میرعلي تر پېښې وروسته، پاکستاني پوځ د خپلو ناکامو پالیسیو پړه پر ولس اچولې او د عامو خلکو پر کورونو او کلیو یې خونړي بریدونه کړي، چې ښځې او ماشومان یې قربانیان دي.

    پښتین دغه بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې دې رژیم په کورمه کې هم خلک له خپلو کورونو او کلیو وتلو ته اړ کړي، چې اوس یې اوسېدونکي ولسونه د پېښور په ښار کې احتجاجي پرلت ته اړ شوي دي.

    نوموړي ویلي: «په نړۍ کې هر عاقل انسان درک کولی شي، دا څه چې د پاکستاني ریاست له‌خوا روان دي، ترهګرۍ ضد عملیات نه، بلکې په خپله ترهګري ده. ساده ترهګري نه، بلکې د ترهګرۍ تر ټولو ښکاره او وحشیانه بڼه ده.»

    د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر دغه راز له ټولو پښتنو او بشري حقونو فعالانو غوښتنه کړې چې د کورمې ولسونو د احتجاج ملاتړ وکړي او د پاکستاني پوځ دا ظلمونه وغندي.

    مخکینۍ مقالهمولوي امیرخان متقي له خپل ایراني سیال سره پر روانو سیمه‌ییزو مسایلو خبرې وکړې
    راتلونکي مقاله د پاکستان – افغانستان د جګړې تر شا پټه کړۍ

    مربوطه لیکنې

    د افغانستان لپاره د امريکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خليل‌زاد: ښايي د پاکستان پوځ په مشرتابه، واکونو او قانوني موقف کې پراخ بدلون راوستل شي

    8 نوومبر 2025

    ترکيه کې د روانو مذاکراتو جزئيات؛ پاکستانی لوری نامعقولې غوښتنې کوي

    7 نوومبر 2025

    افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی، اصف درانی:افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي پر کنټرولولو د اسلام‌اباد ټینګار پاکستان کې د وسله‌والو بریدونو ستونزه نه‌شي حل کولی

    6 نوومبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 8 نوومبر 2025

    پاکستان به پر خیالي مخالفو ډلو پانګونه وکړي؟

    د پاکستان – افغانستان ترمنځ د تېرې میاشتې سختو نښتو او بیا درې پړاوه مذاکراتو…

    له پاکستاني پوځي رژیم سره همغږی نظر؛ نور الرحمن اخلاقي وايي، د پاکستان – افغانستان تر منځ ستونزې نا‌علاجه دي

    8 نوومبر 2025

    په څلورو کلونو کې د سیاسي ګوندونو د پاشلتیا لړۍ؛ جنبش ګوند هم د تجزیې ښکار شو

    8 نوومبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پاکستان به پر خیالي مخالفو ډلو پانګونه وکړي؟

    8 نوومبر 2025

    له پاکستاني پوځي رژیم سره همغږی نظر؛ نور الرحمن اخلاقي وايي، د پاکستان – افغانستان تر منځ ستونزې نا‌علاجه دي

    8 نوومبر 2025

    په څلورو کلونو کې د سیاسي ګوندونو د پاشلتیا لړۍ؛ جنبش ګوند هم د تجزیې ښکار شو

    8 نوومبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،079 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،015 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،067 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.