شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د پکتیا ولایت په جانيخېلو ولسوالۍ کې د یوه ۳۰ بستریز روغتون نیمګړې چارې له څلورکلن ځنډ وروسته بیا پيل شوې.د پکتیا د عامې روغتیا رئیس ډاکټر معراج ګل عادل رسنیو ته ویلي، چې د یاد روغتون نیمګړې چارې به د شاوخوا ۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې شي.ویل شوي چې، د یاد روغتون د جوړېدو چارې څلور کاله وړاندې د ۷۹ میلیونه افغانیو په بودجې پیل او د نامعلومو دلایلو له امله يې چارې نیمګړې پاتې وې.عادل زیاته کړې چې، دا روغتون به په ټولیز ډول ۳۲ خونې ولري، چې د چارو په بشپړېدو سره به یې د سیمې خلکو ته لازم روغتیایي خدمات وړاندې شي.
ملي دفاع وزارت: پاکستانی رژیم خپلو عسکرو ته د اوښتو زیانونو د پټولو لپاره بېبنسټه ادعاوې کوي11 مارچ 2026
بهرنیو چارو وزارت: افغان حکومت غواړي له امریکا سره د بندیانو موضوع د رغنده تعامل له لارې پایته ورسوي10 مارچ 2026