د افغانستان ملي دفاع وزارت د پاکستان پوځي رژیم ادعا چې د افغان ځواکونو د تلفاتو په اړه خپره شوې، په کلکه رد کړه.

یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې پاکستانی رژیم غواړي د درواغجنو راپورونو په خپرولو سره په هغو زیانونو او تلفاتو پرده واچوي چې د افغان ځواکونو لخوا ورته اوښتي دي.

وزارت زیاته کړې، چې د افغان امنیتي ځواکونو او مجاهدینو په بریدونو کې سلګونه پاکستاني عسکر هلاک شوي، سلګونه نور ټپيان او لسګونه پوستې او قرارګاوې یې له منځه وړل شوي دي.

ملي دفاع وزارت ویلي، چې افغان ځواکونو ته د ګوتو په شمېر تلفات اوښتي، «د پاکستان د اطلاعاتو وزیر ادعاوې پروپاګند او له حقیقت څخه لیرې دي.»

هندوکش‌غږ

ځواب پریږدئ

Exit mobile version