Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»نړۍ»د چين يو لوړپوړی جنرال امريکا ته د جاسوسۍ له امله تر څېړنو لاندې دی
    نړۍ

    د چين يو لوړپوړی جنرال امريکا ته د جاسوسۍ له امله تر څېړنو لاندې دی

    صابر افغانصابر افغان26 جنوري 2026څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    وال سټریټ ژورنال راپور ورکړی چې د چین یو لوړپوړی جنرال امریکا ته د اټومي پروګرام معلوماتو ورکولو له امله تر تحقیقاتو لاندې دی.

    سرچينه وايي، په ۷۵ کلن «ژانګ یوکسیا» تور دی چې په معلوماتو شریکولو سربېره یې په رسمي چارو کې رشوت هم اخیستی دی.

    د چین دفاع وزارت وړمه ورځ یوازې همدومره تائيد کړه، چې نوموړی قانون نقض کړی او څېړنې ترې کیږي.

    یوکسیا د ولسمشر شي جین پینګ په مشرۍ د مرکزي پوځي کمیسیون (د عالي قوماندې ادارې) د مرستیال په توګه دنده ترسره کوي او له اوږدې مودې راهیسې د شي جین پينګ د نږدې پوځي ملګري په حیث پېژندل کیږي.

    ژانګ د نومبر له ۲۰مې په هغه نېټه چې مسکو کې یې د روسیې له دفاع وزیر سره خبرې اترې وکړې بيا په عامه توګه نه دی ليدل شوی او چین کې له عامه صحنو د لوړپوړو چارواکو اوږده موده ورکېدل د لرې کېدو یا د تورونو لګېدو په معنی وي.

    د چين ولسمشر پينګ، فساد کمونیست ګوند ته تر ټولو ستر ګواښ ګڼي او همدا تېر اکتوبر یې نهه (۹) لوړ پوړي جنرالان د فساد په تور له حاکم کمونیست ګوند نه وشړل.

    په یوکسیا دا تور هم و، چې د ګوند دننه یې خپلې د اغېز کړیو جوړولو هڅې کړې وې.

    په ورته مهال دوه اوونۍ وړاندې د امریکا عدلیې وزارت ویلي و، چې د امریکا سمندري ځواکونو یو پخوانی افسر “پيټریک وي” په چین د ملي دفاع معلوماتو پلورلو له امله په ۲۰۰ میاشتني بند محکوم شو.

    مخکینۍ مقالهله سوریې څخه عراق ته د داعش ډلې د ۷ زره بنديانو انتقال روان دی
    راتلونکي مقاله د عامې روغتیا وزیر، مولوي نور جلال جلالي: نږدې راتلونکي کې به په کابل کې د سرطاني ناروغیو درملنې یو روغتون خدمات پیل کړي

    مربوطه لیکنې

    نوي ډيلي کې د ډرون پر تولیدي فابریکې د برید اوازې رد شوې

    12 مارچ 2026

    امریکا په پېښور کې خپله کونسلګري د تل لپاره تړي

    12 مارچ 2026

    د امریکا ولسمشر ټرمپ: هسپانیې د ایران پر ضد جګړه کې له موږ سره همکاري ونکړه؛ ممکن سوداګري ورسره ختمه کړو

    11 مارچ 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیاسي لیکني 13 مارچ 2026

    د پاکستاني پوځي رژیم د ناکامۍ روڼ انځور

    ليکوال: آصف قانوني د امریکا له خوا په پېښور کې د خپلې قونسلګرۍ د تړلو…

    افغان ځواکونو د کونړ دانګام ولسوالۍ پر امتداد د پوځي رژيم يو زرهدار ټانګ له منځه وړی

    13 مارچ 2026

    هندوکش غږ ته رسېدلي معلومات ښيي، چې شېبه وړاندې د پښتونخوا په لکي مروت ولسوالۍ کې د پاکستاني رژيم د پوليسو پر موټر چاودنه شوې چې په پايله کې یې د پوليسو د ځایي مشر «صدراعظم» په ګډون شپږ تنه هلاک شوي.

    13 مارچ 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د پاکستاني پوځي رژیم د ناکامۍ روڼ انځور

    13 مارچ 2026

    افغان ځواکونو د کونړ دانګام ولسوالۍ پر امتداد د پوځي رژيم يو زرهدار ټانګ له منځه وړی

    13 مارچ 2026

    هندوکش غږ ته رسېدلي معلومات ښيي، چې شېبه وړاندې د پښتونخوا په لکي مروت ولسوالۍ کې د پاکستاني رژيم د پوليسو پر موټر چاودنه شوې چې په پايله کې یې د پوليسو د ځایي مشر «صدراعظم» په ګډون شپږ تنه هلاک شوي.

    13 مارچ 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،120 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،071 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،142 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.