Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»نړۍ»د چين يو لوړپوړی جنرال امريکا ته د جاسوسۍ له امله تر څېړنو لاندې دی
    نړۍ

    د چين يو لوړپوړی جنرال امريکا ته د جاسوسۍ له امله تر څېړنو لاندې دی

    صابر افغانصابر افغان26 جنوري 2026څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    وال سټریټ ژورنال راپور ورکړی چې د چین یو لوړپوړی جنرال امریکا ته د اټومي پروګرام معلوماتو ورکولو له امله تر تحقیقاتو لاندې دی.

    سرچينه وايي، په ۷۵ کلن «ژانګ یوکسیا» تور دی چې په معلوماتو شریکولو سربېره یې په رسمي چارو کې رشوت هم اخیستی دی.

    د چین دفاع وزارت وړمه ورځ یوازې همدومره تائيد کړه، چې نوموړی قانون نقض کړی او څېړنې ترې کیږي.

    یوکسیا د ولسمشر شي جین پینګ په مشرۍ د مرکزي پوځي کمیسیون (د عالي قوماندې ادارې) د مرستیال په توګه دنده ترسره کوي او له اوږدې مودې راهیسې د شي جین پينګ د نږدې پوځي ملګري په حیث پېژندل کیږي.

    ژانګ د نومبر له ۲۰مې په هغه نېټه چې مسکو کې یې د روسیې له دفاع وزیر سره خبرې اترې وکړې بيا په عامه توګه نه دی ليدل شوی او چین کې له عامه صحنو د لوړپوړو چارواکو اوږده موده ورکېدل د لرې کېدو یا د تورونو لګېدو په معنی وي.

    د چين ولسمشر پينګ، فساد کمونیست ګوند ته تر ټولو ستر ګواښ ګڼي او همدا تېر اکتوبر یې نهه (۹) لوړ پوړي جنرالان د فساد په تور له حاکم کمونیست ګوند نه وشړل.

    په یوکسیا دا تور هم و، چې د ګوند دننه یې خپلې د اغېز کړیو جوړولو هڅې کړې وې.

    په ورته مهال دوه اوونۍ وړاندې د امریکا عدلیې وزارت ویلي و، چې د امریکا سمندري ځواکونو یو پخوانی افسر “پيټریک وي” په چین د ملي دفاع معلوماتو پلورلو له امله په ۲۰۰ میاشتني بند محکوم شو.

    مخکینۍ مقالهله سوریې څخه عراق ته د داعش ډلې د ۷ زره بنديانو انتقال روان دی
    راتلونکي مقاله د عامې روغتیا وزیر، مولوي نور جلال جلالي: نږدې راتلونکي کې به په کابل کې د سرطاني ناروغیو درملنې یو روغتون خدمات پیل کړي

    مربوطه لیکنې

    نتنیاهو په ملګرو ملتونو کې تر بل هر وخت زیات منزوي شوی

    25 سپتمبر 2026

    کسپین سمندر کې د پوځي تمرین پر مهال نهو قزاقستاني سرتېرو ژوند بایللی

    24 سپتمبر 2026

    د جرمني لويديځ کې د امريکا پوځ اړوند يوه F-16 جنګي الوتکه لوېدلې

    23 سپتمبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    ورځني اسعار 26 سپتمبر 2026

    د افغانیو پر وړاندې د نن ورځې د بهرنیو اسعارو بیې!#هندوکش‌غږ

    د بدخشان والي شهداء ولسوالۍ ته د سفر پر مهال له خلکو سره د ستونزو پر حل خبرې کړي

    26 سپتمبر 2026

    غزه کې د ډرون چاودنې له امله دوه اسرائیلي عسکر هلاک شوي

    26 سپتمبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د افغانیو پر وړاندې د نن ورځې د بهرنیو اسعارو بیې!#هندوکش‌غږ

    26 سپتمبر 2026

    د بدخشان والي شهداء ولسوالۍ ته د سفر پر مهال له خلکو سره د ستونزو پر حل خبرې کړي

    26 سپتمبر 2026

    غزه کې د ډرون چاودنې له امله دوه اسرائیلي عسکر هلاک شوي

    26 سپتمبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،195 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،139 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،261 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.