خبر:
د امریکا غږ انګلیسي څانګې د مرکزي اسیا د انستیتیوت د مشر له خولې ویلي، چې د طالبانو له خوا د افغانستان په ښوونیز نظام کې بدلون د یو شمېر ښوونیزو بنسټونو د فعالیت پر وړاندې ستونزې رامنځ ته کړي دي؛ د سرچینې په خبره، طالبانو د افغانستان په ښوونیز نصاب کې زیات شمېر دیني مضامین او مسایل شامل کړي او په ځینو مواردو کې یې ښوونځي په مدرسو بدل کړي دي.
سرچینې د مرکزي اسیا د انستیتیوت مشر الېس توماس له خولې ویلي، چې واک ته د طالبانو له بېرته راتګ راهیسې که څه هم دغه انستیتیوت د افغانستان د ختیځ او شمال په منزوي سیمو کې د طالبانو له مداخلې پرته خپلو ښوونیزو برنامو ته دوام ورکړی، خو په خبره یې، د طالبانو سیاست پر ښوونې باندې په ځانګړې توګه نجونو ته پر ښوونې باندې زیاتې اغیزې کړي او د دوی اقداماتو په ټوله کې ښوونیز بهیر بدل کړی او د مدرسو شمېر زیات شوی دی.
تبصره:
په افغانستان کې د ښوونې او روزنې مسئله له ډېرې اوږدې مودې راهیسې د تېرو واکمنیو او نړیوالو ترمنځ د اړیکو د سر له موضوعاتو څخه یوه وه؛ له شاهي نظامونو نیولې بیا تر خلقیانو، پرچمیانو، تېرې جمهوري دورې پورې، د حکومتونو او د دوی تر شا د ښکېلاک د سرلارو او د دوی د ملاتړو هڅه تل دا وه، چې ښوونیز نظام د خپلو سلیقو او ارزښتونو پر مټ برابر کړي، ترڅو وکولی شي له دې لارې د افغانانو په راتلونکو نسلونو نفوذ پیدا کړي، ارزښتونه یې ور بدل کړي او دغه راز د فکرونه یې د تاریخي واقعیتونو او مسایلو په اړوند بدل کړي.
دوی په دې چاره کې تر یوې کچې بریالي هم وو، خو دا چې د افغانستان لوی اکثریت خپلو دیني او وطني ارزښتونو ته ژمن وو او د مقابلې لپاره یې هر ډول قربانۍ پر ځان ومنلې، نو ځکه پردي او پرديپال په دې چاره کې هم بریالي شول.
د تېرې جمهوري دورې پر مهال چې افغانستان له یوې خوا ښکېلاک لاندې کړی و، له بلې خوا یې په ښوونیز او فرهنګي ډګرونو کې هم خپله چټکه مبارزه روانه کړې وه، په افغانستان کې د تېرو دوو لسیزو په جریان کې ښوونیز نصابونه تر ډېره له بهره د راوړل شویو ماډلونو پر بنسټ جوړېدل او یا به هم کټ مټ له هغوی څخه را کاپي کېدل، دې چارې له یوې خوا زموږ له ټولنې سره هېڅ اړخ نه لګاوه، یا په عامه اصطلاح د هېچا درد نه پرې دوا کېده او له بلې خوا تر ډېره هڅه پکې کېدله چې زموږ ارزښتونه پکې وننګوي، تر پښو یې پکې لاندې کړي، نوي نسل ته تاریخي واقعیتونه بل ډول وښيي، سپین پرې د تورو او تور پرې د سپین په نوم تېر کړي.
نو ځکه اوس اړینه ده، چې دا نصاب اصلاح شي، مثبت شیان او مثبت اړخونه یې پر ځای پاتې شي، ان وده ورکړل شي، زموږ د ټولنې د ارزښتونو په تقابل کې واقع نه شي او داسې څه پکې ځای پر ځای شي چې زموږ درد دوا کړي.
داسې څه ته پکې ځای ورکړل شي چې بیا ښوونځی د مدرسې او مدرسه د ښوونځي مقابلې ته را ونه وځي، که له ښوونځي څوک فارغېږي هم، د مدرسې دیني زده کړې ولري او که له مدرسې فارغېږي هم، د ښوونځي د کچې عصري زده کړې ولري.
نړۍ او نړیوال به هر ډول فرمایش وړاندې کوي، تور به لګوي، نیوکه به کوي او کله به یو څه او کله بل څه وايي، خو زموږ لپاره باید اړینه دا وي چې موږ ته څه مهم وي، نړۍ دا غوښتنې ولې اروپايي، امریکايي او نورو هېوادونو نه کوي؟ ایا دوی رښتیا هم ښه نصابونه لري؟ ایا د دوی نصابونه رښتیا هم نیمګړتیاوې نه لري؟ ایا د نړۍ ستر جنایتکاران او بشریت ضد څېرې د دوی په نصابونو کې ونه روزل شوې؟ ایا دوی همدا اوس په نصابونو کې هغه څه نه تدریسوي چې انسانیت یې د معنویت له اړخه ناورین سره مخ کړی دی؟ پر دوی چا نیوکه وکړه؟ دوی ته چا فرمایش وکړ؟! تر ټولو مهمه دا ده چې موږ لا هم د خپل تعلیمي سیستم او نصاب د اصلاح په موخه لا اوچت ګامونه واخلو، هغه څه ته پکې ځای ورکړو، چې له ارزښتونو سره مو اړه لګوي، د وطن او خلکو په خیر مو وي او په مرسته یې ځان او نورو ته پرې خیر ورسوو، بس خلاص! نړۍ دې د همداسې د خپلو فرمایشونو ننداره کوي!
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.