ارګ په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې وايي چې د کابينې په اوومه غونډه کې په ودانيزو چارو کې د اسانتياوو رامنځته کولو او خلکو ته د کار اجازې ورکولو په اړه بحث وشو، او دغه راز د کور او ښار جوړونې وزارت په مشرۍ پلاوي ته دنده وسپارل شوه چې په هېواد کې د ودانيزو چارو په برخه کې د اسانتياوو رامنځته کولو په موخه يوه طرحه ترتيب کړي، ترڅو خلکو ته اسانتياوې رامنځته شي او په کم وخت کې د ملکيت له تثبيت وروسته د کار اجازه ترلاسه کړي.
د خبرپاڼې پر بنسټ په غونډه کې د خواف-هرات اوسپنې پټلۍ د لومړي فاز څلورمې قطعې پروژې د مسير اړوند ځمکو د استملاک په اړه د لېږل شوي پلاوي نظر تأیيد شو او پرېکړه وشوه چې د جوړېدو چارې دې پيل شي او همدا راز د اقینې- اندخوی اوسپنې پټلۍ د لومړي فاز د ۳۰ کیلومتره ځمکې د استملاک اړوند د پلاوي راپور تأیيد شو او ټولګټو وزارت ته دنده وسپارل شوه چې په دې اړه اقدامات وکړي.
همدا شان خبرپاڼه زياتوي چې د کابينې په دې غونډه کې د کابل ښار د پراختيا لپاره د کور او ښار جوړونې وزارت او کابل ښاروالۍ له لوري چمتو شوی پلان تأیيد شو او پرېکړه وشوه چې کابل ښاروالۍ دې د ياد پلان له مخې اجراات وکړي.