د کانونو او پټرولیم وزارت د ۳۳ مېلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۰ زره ټنه د قشقري اومه تېل پلورلي دي.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، یادې داوطلبۍ ته گڼو شرکتونو غوښتنلیکونه لېږلي وو، چې له ۱۸ گډون کوونکو شرکتونو څخه یو شرکت گټونکی اعلان شو.
د کانونو او پټرولیم چارسمبالي وزیر شهابالدین دلاور وویل، که قراردادي شرکت د قشقري د تېلو په استخراج کې ښه کار وکړي، نو د ورځې ۳زره ټنه تېل استخراجولی شي.
نوموړي وویل، ځینې بهرني شرکتونه هم لېواله شوي چې د هېواد د تېلو په برخه کې پانگونه وکړي.:«راځئ! چې په خیر کار وکړو او تېل استخراج کړو. الله پاک امنیت، اسلامي نظام او شفافیت رامنځته کړی دی. له چا څخه یوه افغانۍ هم زیاته نه اخیستل کېږي.»
د دلاور په خبره، د الله په فضل د اسلامي امارت په جوړېدو سره په ټولو برخو کې روڼتیا رامنځته شوې او د هېواد طبیعي زېرمو مدیریت ته ځانگړې پاملرنه شوې.:« د کاني زېرمو له اړخه افغانستان یو بډایه هېواد دی. د هېواد د ملي گټو له مخې اسلامي امارت د هېواد اقتصادي پرمختگ او په ځانگړې توگه د تېلو د استخراج په موخه په معیاري ډول د کانونو استخراج ته ژمن دی.»
د یادولو وړ ده چې په دې داوطلبۍ کې ۱۸ شرکتونو برخه اخیستې وه او د امو سیند په سیمه کې د ۶۰ زره ټنه خام تیلو په وړاندې کولو سره د یما پټرولیم شرکت ګټونکی اعلان شو.
د گټونکي شرکت(یما پټرولیم) ویاند غفور احمد جاوېد وویل، دغه بهیر ډېر روڼ و.
هر چاته یو استعلام ورکړل شو او یو خبریال کاغذونه له بکس څخه راوویستل او موږ د ۸ اعشاریه ۷۰ منفي نرخ سره گټونکي شو.اوسمهال په قشقري کې له ۲۴ څاهگانو څخه څه باندې ۱۰۰۰ ټنه تېل استخراجېږي.