Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»تحلیل»د پلار او زوی نیابتي تسلسل؛ د مقاومت ډلې د استخباراتي اړیکو تاریخ
    تحلیل

    د پلار او زوی نیابتي تسلسل؛ د مقاومت ډلې د استخباراتي اړیکو تاریخ

    عمران آغاعمران آغا23 اگست 2026څرگندونې نشته9 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د پلار او زوی تسلسل او وراثت
    د ۲۰۲۱م کال د اګست په ۱۵مه د جمهوري رژیم له پرځېدو او په کابل کې د نوي حکومت له رامنځته کېدو وروسته، نوی پړاو پیل شو. د احمد شاه مسعود زوی، احمد مسعود د پلار له نوم، شعارونو او اړیکو په ګټې اخیستلو په پنجشېر کې د مقاومت جبهې په نوم د آشوب رامنځته کولو یوه نوې هڅه پیل کړه. د دې هڅې په لومړیو کې پاکستان له احمد مسعود د ملاتړ په برخه کې بې تفاوته و، ځکه هیله یې لرل چې په افغانستان کې نوی رامنځته شوی حکومت به هم د نورو پخوانیو حکومتونو او رژیمونو په څېر د دوی غوښتنو ته لبیک ووايي، خو په تدریجي ډول نوي افغان حکومت نه یوازې د نظامي استقلال، بلکې د سیاسي، اقتصادي او هر اړخیز استقلال په لور ګامونه واخیستل او د پاکستان د پوځي رژیم هیلې مړاوې شوې.

    د احمد مسعود له لوري د دغه نوي مقاومت په رامنځته کېدو کې له ورایه څرګنده شوه چې زوی کټ مټ د پلار پخوانۍ او ازمویل شوې نسخه بیا کاپي او کاروي، خو احمد مسعود د مخامخ جګړې په ډګر کې ناکام او بهر ته وتښتېد. احمد مسعود او د هغه همکاران د دې پر ځای چې د افغاني ټولنې له تاریخي او ولسي حقیقتونو سره منطقي تفاهم رامنځته کړي، په ډېر بېړه یې هڅه وکړه چې بهرنۍ دروازې وټکوي، پخوانۍ استخباراتي اړیکې په کار واچوي او د سیمې نیابتي اړتیاوو ته په کتو د نویو لوبو پیلولو لپاره د مهرې په توګه وکارول شي.

    احمد مسعود د تاجکستان، ایران، روسیې، اروپايي هېوادونو او یو شمېر استخباراتي سازمانونو غېږې ته پناه یووړل، په بهر کې یې لومړی په ظاهره، په غونډو او کنفرانسونو کې داسې ښودل چې ګواکې غواړي د مفاهمې له لارې نوي افغان حکومت سره ستونزه حل کړي، خو واقعیت بیا اوس کرار کرار برسېره کېږي. احمد مسعود په اصل کې غوښتل له بهرنیو هېوادونو او سازمانونو نظامي ملاتړ ترلاسه او افغانستان د یوې پراخې ګوریلايي او بیا مستقیمې جګړې کوربه کړي، څو د واک او ځواک خوبونه په حقیقت بدل کړي.

    په بهر کې د مخالفینو په ګټه لابیګري، د فرانسې له ولسمشر مکرون، په نورو هېوادونو کې له پخوانیو روسي او امریکايي استخباراتي او نورو چارواکو او سیاسي کړیو سره ناستې د دې تصدیق کوي چې احمد مسعود له بهرنیو سفارتونو څخه مالي او پوځي برخه غوښتل، کټ مټ لکه پلار یې چې په ۲۰۰۰م کال کې د اروپايي پارلمان په تالارونو کې له لوېدیځ د نظامي مداخلې او ملاتړ غوښتنه کوله.

    بل خوا بیا په تېرو پنځو کلونو کې په تدریجي ډول د افغان حکومت فعالې ډیپلوټیکې دستګاه له شرقه تر غربه ډیپلوماټیکې اړیکې ورغولې، له ځینو هېوادونو سره په ډېر محتاطانه ډول او ځینو هېوادونو سره په چټک ډول؛ هغه هېوادونه چې تعامل ته راتلل، له مقاومت او نورو مخالفو مجازي ډلو سره یې اړیکې کمزورې او بالاخره قطعه کولې، د دوی د دفترونو په تړلو او غړو په شړلو لاس پورې کړ او افغانستان ته یې د دوی له خاورې متوجه دا کمزوري ګواښونه هم له منځه یووړل.

    تحلیلي اسناد څرګندوي چې له دې سره د مقاومت جبهې ټول تمرکز پر بهرنیو غونډو، تبلیغاتي کمپاینونو او نورو داسې ادرسونو موندلو و چې د دوی کوربه توب وکړي. مقاومت ډله د هرې دروازې له ټکولو وروسته په اخر کې له نورو تر ناهیلي کېدو وروسته داسې یو ادرس ته ور ګرځي، چې لسیزې وړاندې یې د احمد شاه مسعود ګرم کوربه توب کړی و. د مقاومت جبهې غړي په دغه پړاو کې د یو داسې ادرس لاس ته لوېږي، چې نور یې د هغوی «پیاده نیابتي عسکر» هم بللی شو.

    سیاسي او نظامي پیوستون
    که د سیاسي علومو په درجه بندۍ کې د غلامۍ یا التزام تحلیلي بڼې ته ځير شو، دا مفهوم هغو ګوندونو، حرکتونو او کسانو ته کارول کېږي، چې ستراتیژیکه اراده او پالیسي یې د خپلواکو داخلي هلو ځلو په پایله کې نه، بلکې د تمویل کوونکي هېواد، سازمان یا جهت له اړتیاوو سره سم عیارېږي او د هغه مطابق عمل کوي.

    په تاریخي تحلیل کې ثابته شوې ده، کله چې یوې ډلې، حرکت یا یوې ټولي افرادو ته مالي، لوژستیکي او نور امکانات د بهرنیو سازمانونو او ادرسونو لخوا ورکول شي، د یادې ډلې فکري خپلواکي ختمېږي. د مسعود کورنۍ دا مهال په دغسې حالت کې قرار لري. میداني واقعیتونو ثابته کړې چې د مسعود کورنۍ د خپلو بهرنیو بادارانو او مالي ملاتړ کوونکو غوښتنو ته په پټو سترګو غاړه ږدي، ترڅو د واک او ځواک ګدۍ ته ورسېږي.

    کورنی او ولسي مشروعیت یوازې هغې پروسې ته ويل کېږي چې سرچینه یې د افغاني ټولنې دننه د خلکو له رضایت څخه اخیستل شوې وي. کله چې ولس ویني چې یوه ډله د اجنبي استخباراتي سازمانونو پروژې تطبیقوي او له بهرنیو هېوادونو پر خپله جغرافیا د فشار او آن تحریمونو غوښتنه کوي، سمدستي له داسې تحرکاتو فاصله اخلي او هغوی د پردیو ګټو د تأمین شوم لوبغاړي ګڼي.

    د پلار(احمد شاه مسعود) او زوی(احمد مسعود) په کړنو کې ورته والی دا دی، چې دواړه د جیوپولیټیکو تحولاتو او بهرنیو قدرتونو د پالیسۍ د تغیر پر مهال سرګردانه کېږي. کله چې د امریکا او غرب اهداف په سیمه کې بدلېږي، دا ډول جبهې خپل دریځ بدلوي او په خورا ناخبره توګه معامله کېږي. دا مهال چې د نړۍ پام له افغانستانه اوښتی، یوازې یو ګاونډی د خپلو چیپولیټیکو موخو پر بنسټ نیابتي ډلو ته اړتیا لري او وروسته له هغه چې مخالفي ډلې له ځینو سیمه‌ ییزو هېوادونو وشړل شوې، د پاکستان غېږې ته ور لوېدل.

    ولې د پاکستان غېږې ته؟
    درنو لوستونکو! د پاکستان – افغانستان ترمنځ کړکېچ یوه ډېره تاریخي مسئله ده، څو پړاوونه، لوړې او ژورې لري، په یوه تحلیل کې نه شي راټولېدای، خو اوس یوازې اوسني حالت ته را ګرځو. افغانستان له لسیزو ګډوډیو، اشغالونو، خونړیو کورنیو جګړو، بهرنیو لاسوهنو او نیابتي جګړو را وتلی، دا مهال یو خپلواک مرکزي حکومت پکې حاکم دی، چې د سیمې او نړۍ نور هېوادونه د تعامل له لارې خپلې ګټې خوندي کوي.

    د پاکستان په نوم یوازینۍ جغرافیه چې خاصه شریره پوځي کړۍ پرې حاکمه ده، د دې له امله چې له نظامي، اقتصادي او سیاسي اړخه خپلواک او مستقل افغانستان نه شي زغملای، با ثباته او با امنه افغانستان د ځان په زیان ګڼي او دغسې افغانستان پر یاده نیابتي پوځي کړۍ د بهرنیو پروژو تسلسل بندوي، تر بېلابېلو عنوانونو لاندې ډلو ته پټنځایونه برابروي، د افغانستان امنیت او ثبات پرې ګواښي او غواړي افغانستان یې تر نفوذ لاندې وي.

    مقاومت جبهه هم د یوې داسې کورنۍ نیابتي ډله ده، چې مشر یې(احمد شاه مسعود) او د هغه کورنۍ لسیزې له پوځي رژیم سره نږدې او ښې اړیکې درلودې، نه یوازې د افغان – شوروي د جګړې پر مهال، بلکې له هغه وروسته د رباني د حکومت، بیا شل کاله جمهوري رژیم او بیا اوس؛ دا تسلسل دوی په هر راز حالاتو کې پاللی. پاکستان دغسې نیابتي ډلو ته اړتیا لري، بیا په داسې حالاتو کې چې په سیمه کې تاجکستان او ایران وشړل، نو د پاکستاني پوځي رژیم اړتیا دې ته ده چې د مقاومت په څېر ډلې حمایه کړي او د افغانستان په نا امنه کولو سره دغه هېواد له بنسټیزو پرمختګونو شا ته پرېږدي.

    خو دا چې اوس د پاکستان اړتیا ده، نو مطلق داسې نه شو ویلای چې دا کار تصادفي دی، بلکې دا کار د پاکستان د ستراتیژۍ برخه ده، چې همېشه د افغانستان پر حکومتونو د فشار آلې کاروي، ترڅو د ځمکې له مخه یې مقبوضه جغرافیه ورکه نه شي؛ د فشار آله د پرځېدلي جمهوریت پر مهال د رژیم دننه د لومړۍ درجه چارواکو، پارلمان د وکیلانو، با نفوذه څېرو او داسې اشخاصو په کچه وه، چې په داخلي اداره کې بهرنیانو ځینې صلاحیتونه ورکړي وو، همدا وه چې ارګ او کله کله جي ایچ کیو کې پټې ناستې کېدې، د کونړ پر توپچي بریدونو خوله پټېده، رسمي دروازې ورسره پرانیستل کېدې، افغانستان ته د داعشي پروژې د انتقال هڅې ورسره کېدې، پر ډیورنډ کرښه د اغزن سیم تېرېدو ته زمینه برابرېده او نورې نادودې پېښېدې.

    اوس بیا د نوي افغان حکومت دننه دغسې نفوذ ته هیڅ لاره نه ده خلاصه شوې، ځکه دا یو مستقل حکومت دی، مشرتابه یې یو دی، فرمان او حکم یې یو دی او د ټولو د پرېکړې مرجع یوه ده، همدا دي چې د پاکستان لاسونه یې د حکومت له بدنې قطع کړي دي، نو د فشار آلې لپاره خو بیا دوهم انتخاب نیابتي ډلې دي، داسې نیابتي ډلې چې له پخوا یې د پاکستان نظامي استخباراتو ته خوش خدمتي کړې وي. نو دا نوې خبره نه ده چې احمد مسعود د خپل پلار په څېر، د پاکستان ځینې اهداف د تحقق تر پولې ورسوي.

    پایله
    د جګړې او سیاست هر هغه استخباراتي فارمټ چې اساس یې پر بهرني مادي او رسنیز کمپاین ولاړ وي، ناورین او کشمکش ته یې د افغانستان د کشولو تر ټولو لوی عنصر ګڼلای شو. د مسعود د فکر لارویان نه شي کولای یو مستقل افغاني تحرک رامنځته کړي، ځکه چې اغېز، امکانات او مرکزیت یې له نبایتي پوځ څخه سرچینه اخلي.

    احمد مسعود له پخوانيو پېښو او ناوړه پایلو څخه معقول درس نه دی اخیستی. آی ایس آی ته د احمد شاه مسعود غلامۍ له بدبختي، تنظیمي جګړې او حکومتولۍ د نشتون پرته بل څه نه دي راوړي. اوس مهال د هغه زوی(احمد مسعود) او پیروان یې په متفاوته بڼه، خو کټ مټ په هماغه پخواني او تخریبوونکي مسیر روان دي. د مقاومت ډلې غلام ذهنیت دې ته ښه لاره خلاصه کړې چې د خپل بایللي واک او ځواک د ترلاسه کولو لپاره د پاکستان غېږې ته ځان وغورځوي او د خپل هېواد پر ضد دسیسې په کار واچوي.

    خو د غلامۍ مسیرونه تل مؤقتي، له منځه تلونکي او په هر فرصت کې د معاملې وړ وي. بلاخره، که تاریخ ته په واقع بینانه نظر وکتل شي، د احمد شاه مسعود له دورې راهیسې تر نن ورځې پورې له بهرنیو ادرسونو سره مالي او نظامي تفاهمات، که له پاکستان سره وو که له نورو سیاسي او استخباراتي بلاکونو سره، د افغان ولس تاریخ او د هېواد ملي ګټو ته بې ساري زیانونه اړولي دي.

    د بهرني پوځي، مالي او استخباراتي نظم تر چتر لاندې کار کول هيڅکله د آزادۍ یا مقاومت نوم نه شي ګټلی. څو چې دغه جریانونه له بهرنۍ ابزاري استفادې او نیابتي کرکټر څخه و نه وځي، د تاریخ په پاڼو او افغان ولس په ذهن کې به د اجیرانو په توګه ثبت وي. همدا راز هغه هېوادونه، سازمانونه او کړۍ چې دغسې نیابتي کورنۍ او ډلې حمایه کوي، باید پوه شي چې هېڅکله به په دغسې کورنیو خپلې شومې موخې تحقق نه کړي، ځکه نور نو افغان ولس ویښ، په مستقل حکومت ځواکمن او له یووالي برخمن دی، نور به اجازه ور نه کړي چې افغانستان د پردیو د نیابتي جګړو قرباني شي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد ایران ولسمشر مسعود پزشکیان: د ایران خلک له شکایتونو سره سره د بهرني دښمن پر وړاندې ودرېدل
    راتلونکي مقاله روان کال د پنجشېر د ۷۲ زره قيراطه زمردو له پلور څخه څه باندې ۱۰۰ ميليونه افغانۍ ترلاسه شوي

    مربوطه لیکنې

    د افغان حکومت د مخالفينو پنځه کلن بهير او د ناکامۍ علتونه

    15 اگست 2026

    د پلار او زوی نیابتي تسلسل؛ د مقاومت ډلې د استخباراتي اړیکو تاریخ

    10 اگست 2026

    آزادۍ(!) جبهه؛ له خیالي مقاومت تر سمبولیک سیاسي فعالیت پورې

    23 جنوري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    ویډیوګانې 30 اگست 2026

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    ورځ او نېټه: یکشنبه، ١۴۰٥/٦/٨ھ‌ش.#هندوکش‌غږ

    د معیار او کیفیت ادارې رئیس د غالۍ پلورونکو اتحادیې له غړو سره د ستونزو او معیارونو په اړه خبرې کړي

    30 اگست 2026

    افغان حکومت د هرات د علماوو شورا د رئیس مولوي محمد بشر پر مړینه خواشیني ښودلې

    30 اگست 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    30 اگست 2026

    د معیار او کیفیت ادارې رئیس د غالۍ پلورونکو اتحادیې له غړو سره د ستونزو او معیارونو په اړه خبرې کړي

    30 اگست 2026

    افغان حکومت د هرات د علماوو شورا د رئیس مولوي محمد بشر پر مړینه خواشیني ښودلې

    30 اگست 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،185 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،132 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،250 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.