د راپورونو لهمهې د امریکا دفاع وزارت دوشنبه د (مرغومي ۱۷) په کیوبا کې د ګوانتانامو له بدنام پوځي زندان څخه ۱۱ یمني بندیان خوشې کړي.
امریکایي چارواکو ویلي، چې یاد بندیان یې عمان ته استولي خو دا یې نهدي ویلي چې دا کسان به په عمان کې پاتې کیږي او که به یمن ته وسپارل شي.
د امریکا دفاع وزارت د معلوماتو له مخې اوس مهال د ګوانتانامو په زندان کې ۱۵ تنه بندیان پاتې دي.
یاده دې وي، چې د بشري حقونو د څار ډلې له ډېرې مودې راهیسې د ګوانتانامو د پوځي زندان پر شتون اعتراضونه کوي او د بندولو غوښتنه یې کوي، د بشري حقونو مدافعین وایي، چې په دغه زندان کې بندیان شکنجه کېږي او ډېر خلک له تور پرته په دې زندان کې ساتل کېږي.