Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د گلبهار د سمنټو ودانۍ جوړولو کار سبا پیلېږي
    افغانستان

    د گلبهار د سمنټو ودانۍ جوړولو کار سبا پیلېږي

    صابر افغانصابر افغان1 اپریل 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، په هرات کې د گلبهار د سمنټو ودانۍ جوړولو چارې سبا پیلېږي.

    له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د کانونو چارسمبالي وزیر شهاب الدین دلاور د گلبهار گروپ شرکت له رئیس سره لیدلي او نوموړي ویلي، چې سبا به د گلبهار د سمنټو ودانۍ چارې پیل شي.: «د گلبهار گروپ شرکت رئیس د هرات په زنده‌جان سیمه کې د گلبهار سمنټو د ودانۍ د عملي کار، د پیل په اړه چې سبا به پیل شي، خبرې وکړې ویې ویل: د یو کال په موده کې به دغه شرکت د سمنټو تولید پیل کړي، چې د کال به یو مېلیون ټنه سمنټ استخراج کړي.»

    نوموړي ویلي، گلبهار گروپ په کور دننه او بهر په جلا جلا برخو کې پانگونه کړې او اوس غواړو چې د سمنټو د تولید په برخه کې هم پانگونه وکړو. «د دې پروژې په پیلېدو سره به زرگونه ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي او له هېواد څخه به د هغوی د وتلو مخه ونیول شي. دغه کارخونه به وکولی شي هر کال یو مېلیون ټنه سمنټ تولید کړي او هڅه کوو چې دا ضرفیت د وخت په تېرېدو سره لوړ کړو.»

    د خبرپاڼې له مخې، دغه پروژه د ۱۴۲ مېلیونه امریکايي ډالرو په پانگونې سره د ۳۰ کلونو لپاره د ګلبهار گروپ سره یې تړون شوی، چې په مستقيم ډول به له ٥٠٠٠ زرو څخه زياتو کسانو ته د کار زمينه برابره کړي او افغانستان به د سمنټو په برخه کې پر ځان بسيا او صادرات به هم ولري.: «په افغانستان کې د هر اړخيز امنيت او د پانگونې د مناسبو فرصتونو په لرلو سره، ملي او نړيوال پانگه‌وال کولی شي په پوره ډاډ سره د هېواد په کاني زېرمو کې پانگونه وکړي.»

    د اقتصادي چارو کارپوهان په هېواد کې د کارخونو فعالېدو ته خوښ دي.

    د دوی په خبره، کارخونې کولی چې د هېواد اقتصادي حالت ښه کړي او زرگونه ځوانان په دندو وگماري.افغانستان هر کال ۴۵۰ ډالرو په ارزښت سمنټ له گاونډو هېوادونو څخه واردوي.

    اوسمهال په هېواد کې د بغلان د غوري سمنټو کارخونه یوازې د هېواد ۶سلنه اړتیا پوره کوي.

    د غوري سربېره د کندهار، جبل السراج او هرات د سمنټو کارخونې هم فعاله دي او تمه شته چې څو کلونه وروسته به افغانستان د سمنټو په برخه کې پر ځان بسیا شي.

    مخکینۍ مقالهد قوش تيپې کانال پر مسير ۵۸ لرغونې سیمې تثبیت شوي دي
    راتلونکي مقاله کابل ښاروالي: د نهمې ناحیې اړوند د هوايي ډگر د سړک پر وړاندې د خنډونو لرې کولو چارې روانې دي

    مربوطه لیکنې

    مولوي امیرخان متقي ترکیه کې له خپل سوریایي سیال اسعد حسن الشیباني سره کتلي

    21 جون 2025

    د سټنډرډ عالي شوری د نفتي توکو په برخه کې ۵۷ سټنډرډونه او ازمایښتي کړنلارې تصویب کړې

    21 جون 2025

    د سرپرست حکومت د مشرتابه په حکم یو لړ نوې ګومارنې ترسره شوې

    21 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 21 جون 2025

    نیویارک ټایمز: د ایران مذهبي مشر درې عالمان د خپل ځای ناستي لپاره د نوماندانو په توګه ټاکلي

    نیویارک ټایمز د دریو لوړپوړو ایراني چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د ایران مذهبي…

    د سوډان په دارفور او کرفان ولایتونو کې قحطۍ او جګړې د زرګونه انسانانو ژوند اخیستی

    21 جون 2025

    د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر ایهود باراک: له ایران سره جګړه هیڅ منطقي توجیه نه‌لري او د دغه هېواد اټومي پروګرام له‌منځه وړل نا ممکن دي

    21 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    نیویارک ټایمز: د ایران مذهبي مشر درې عالمان د خپل ځای ناستي لپاره د نوماندانو په توګه ټاکلي

    21 جون 2025

    د سوډان په دارفور او کرفان ولایتونو کې قحطۍ او جګړې د زرګونه انسانانو ژوند اخیستی

    21 جون 2025

    د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر ایهود باراک: له ایران سره جګړه هیڅ منطقي توجیه نه‌لري او د دغه هېواد اټومي پروګرام له‌منځه وړل نا ممکن دي

    21 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،895 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،890 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.