د هرات د جګړه مار ژوند ته لنډه کتنه (دوام):
اسماعیل خان ایران ته تر تېښتې وروسته، د طالبانو ضد ځواکونو په تنظیم او له نورو جنګ‌ سالارانو لکه برهان‌ الدین رباني او احمدشاه مسعود سره په اړیکو نیولو بوخت شو.

ایران په هغه وخت کې د طالبانو د مخالفینو لپاره یو پناه‌ ځای ګڼل کېده او اسماعیل خان هم له دې موقع څخه د هرات د بیا نیولو او افغانستان ته د بېرته ستنېدو لپاره، په پلانونو جوړولو کې کار اخیست.

نوموړی په ۱۳۷۵ هجري لمریز کال د ایران په بشپړ ملاتړ سره یو ځل بیا افغانستان ته دننه او له طالبانو سره یې د هرات د بېرته نیولو لپاره جګړه پیل کړه؛ هغه جګړه چې د بریالیتوب په صورت کې به یې یواځې د اسماعیل خان او د هغه د بادارانو شخصي ګټې خوندي کړې وای.

اسماعیل خان له خپلو ځواکونو سره یوځای د طالبانو پر وړاندې نظامي عملیات او بریدونه تنظیم کړل، خو دا هڅې یې د ولسي ملاتړ د نه شتون او د جګړه مارانو د اصلي څهرو د افشا کېدو له امله ناکامې او بې ګټې شوې.

اسماعیل خان د ۱۳۷۶ کال د ثور په ۲۸مه نېټه د فاریاب ولایت په مرکز، میمنه ښار کې د طالبانو له لوري ونیول شو او د دریو کلونو لپاره په کندهار ولایت کې له طالبانو سره بندي و.

اسماعیل خان د ۱۳۷۹ کال په حوت میاشت کې د طالبانو له زندان څخه وتښتېد او بېرته یې ځان ایران ته ورساوه. دا تېښته د هغه د ژوند یوه مهمه او برخلیک ټاکونکې پېښه وه، له همدې ځایه یې د افغانستان سیاسي او نظامي صحنې ته ورودانګل.

کله چې کورنۍ جګړې پای ته ورسېدې او هېواد د جنګ سالارانو له ولکې ووت، افغان ولس تازه د امنیت او ارامۍ خوند څکلی او آرام شوی و؛ خو د خوښۍ دې شپو او ورځو ډیر دوام ونکړ.

کله چې امریکایانو او د دوی متحدینو په هوايي او ځمکني اشغال او یرغل لاس پورې کړ، اسماعیل خان هم د نورو جنګ‌ سالارانو په څېر له خپلو پټنځایونو راووت او د اشغالګرو ترڅنګ یې د افغانستان د ولس پر ضد جګړه پیل کړه.

دا یوه داسې نابرابره جګړه وه چې د امریکا تر مشرۍ لاندې یې ۲۰ کلونه دوام وکړ او له هماغه لومړۍ ورځې وروسته د افغانستان مظلوم ولس له ګڼو بدمرغیو او ناخوالو سره مخ شو. دا یوه مخامخ جګړه وه چې یو لوري ته یې جنګ‌ سالاران او اشغالګر وو، بل لوري ته یې افغان مؤمن ولس او د هغوی ریښتینو بچیانو شتون درلود.

د ۱۳۸۰ هجري لمریز کال د میزان په میاشت کې د نړیوال ائتلاف تر بریدونو او بمبارونه وروسته، اسماعیل خان له ایران څخه هرات ته راستون شو او د اشغالګرو په هوايي ملاتړ یې هرات بېرته له طالبانو څخه ونیو.

که څه هم د جنګ‌ سالارانو په لومړیو ورځو کې د الله‌اکبر نارې وهلې او ځانونه یې د ملت او شرعي مقدساتو مدافعین بلل، خو د وخت په تیرېدو یې د خپلو شخصي ګټو د خوندیتوب لپاره له هېڅ ډول خیانت او جنايت څخه ډډه ونه‌ کړه. د دې خاورې په کوڅو او بازارونو کې یې د هغو بې‌ ګناه خلکو وینې توی کړې چې یوه ورځ یې د هغوی د دفاع شعارونه ورکول.

هو! دا یواځې اسماعیل خان نه و، بلکې د امریکا او د هغوی د متحدینو د اشغال پر مهال، نورو جنګ سالارانو هم د دې په ځای چې د اشغالګرو په ضد ودرېږي، بلکې لا یې تر څنګ ودرېدل. نه یواځې د هغوی د جنایتونو مخه یې ونه‌ نیوله، بلکې ډېر ځله یې خپل لاسونه د اشغالګرو په پرتله ډیر د ملت په وینو سره کړل.

دوام لري…

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version