د عامې روغتیا وزارت سرپرست مولوي نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر ایډوین سینیزا سلاوډر، د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان د پولیو ټیم له مشر مندیپ راټې او د روغتیایي سکتور اړوند مسؤولینو سره کتلي.

عامي روغتیا وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې، په دې لیدنه کې په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان له لوري د تر سره شویو خدماتو، د روغتیا په برخه کې د شته ستونزو حل، روغتیايي سیستم د پیاوړتیا، روغتیایي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې، پولیو ناروغۍ د محوه کولو، د سرطان ناروغیو جوړېدونکي روغتون لپاره د وسایلو برابرولو، د روغتیا نړیوال سازمان له لوري هېواد کې د انتاني ناروغیو د درملنې روغتونونو پر ملاتړ د تطبیق کوونکو مؤسساتو د خدماتو پر کیفیت او انتخاب او د روغتیا په برخه کې د نړیوالو مرستو د جلب اړوند بحث او خبرې وشوې.

ښاغلي جلالي له نړیوالو همکارانو سره په ګډه د ولسونو اړتیاوو ته په کتو د روغتیايي خدماتو پر پیاوړي کولو، په معیاري توګه د ناروغانو ستونزو ته د رسېدنې او شته ستونزو د حل په موخه د دوه اړخېزه هڅو یادونه کړې او ویلي یې دي، چې د ټولو هغو ستونزو د حل لپاره باید کار وکړو چې د روغتیایي سیسټم د پراختیا او پیاوړتیا لامل ګرځي.

بل پلو د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان او پولیو د محوې ټیم مشرانو خپلو دوامداره همکاریو ته په اشارې د روغتیا برخې د پیاوړي کولو،‏ مرستو جلب او یو شمېر نورو برخو کې د همکارۍ ډاډ څرګند کړی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version