لیکوال: محمد فیصل
روسیې په ۲۰۰۳ کال کې طالبان د ترهګرو ډلو په لست کې شامل کړي وو، خو شل کاله وروسته روسیې درک کړې چې طالبان یوه ترهګریزه ډله نه، بلکې د ازادۍ مبارزین وو.
ګریګوري استارین په ماډرن ډیپلوماسۍ خپرونه کې لیکلي چې روسیه هغه سازمانونه په ترهګرو ډلو کې حسابوي چې په مستقیم ډول د روسیې ملي امنیت ته ګواښ وي.
روسیه هغه بنسټپالې ډلې په ترهګرو ډلو کې نه حسابوي چې د خپلواکۍ، واک ترلاسه کولو یا خپل دښمن سره جګړه کوي.
روسیه هم دولس کاله وروسته پوه شوه چې طالبان ترهګره ډله نه، بلکې د خپلواکۍ مبارزین او جنګیالي دي او همدا لامل وو چې روسیې په ۲۰۱۵ کال کې له طالبانو سره مستقیم تماسونه پیل کړل.
روسیې واک ته د طالبانو له رسېدو وړاندې طالبان څو ځلې مسکو ته بللي او د افغانستان په اړه یې د بیلابیلو ناستو کوربتوب کړی و.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته روسیه د هغو هیوادونو له ډلې څخه وه چې کابل کې یې خپل سفارت پرانستی وساته.
دغه راز، روسیې په ۲۰۲۲ کال کې مسکو کې افغان سفارت طالبانو ته وسپاره او افغان حکومت خپل سفیر ور ولیږه.
اوس خبره دې برید ته رسیدلې چې روسیه د ترهګرو ډلو له لست څخه د طالبانو په ایستلو غور کوي.
د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین ویلي چې له طالبانو اړیکې جوړول ضروري دي.
له دې وړاندې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي وو چې روسیه به طالبان د ترهګرو ډلو له لست څخه وباسي.
توماس روټګ جرمني ډویچ ویلي رسنۍ ته ویلي چې روسیه د طالبانو د رسمیت پیژندنې په لور سوکه سوکه ګامونه اخلي.
هغه زیاتوي د ترهګرو له لست څخه د طالبانو ایستلو پسې به د روسیې بل ګام د مشروع حکومتي ځواک په توګه د طالبانو منل وي.
د یادونې وړ ده چې له روسیې وړاندې د روسیې نږدې ملګري او د منځنۍ اسیا مهم او لوی هیواد قزاقستان طالبان د ترهګرو له لست څخه ایستلي دي.