په کابل او پکتیا کې د بیزو‌ تڼاکې د دوه شکمنو پېښو د پېژندلو په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته د عامې روغتیا وزارت چارواکو ویلي، چې په افغانستان کې د دې ناروغۍ کومه شکمنه یا مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل ویلي، که د بیزو‌تڼاکې شکمنه یا مثبته پېښه ولیدل شي؛ نو د عامې روغتیا وزارت به یې اعلان کړي. له دې مخکې یو شمېر رسنیو د روغتیايي سرچینو د څرګندونو له مخې ویلي وه، چې په کابل او پکتیا کې د ګوزڼ دوه شکمنې پېښې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت چارواکو شاوخوا یوه اونۍ مخکې اعلان وکړ، چې د بیزو‌تڼاکې ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي هڅې کوي. تر دې دمه په پاکستان، سویډن او افریقا کې د بیزو‌تڼاکې پېښې ثبت شوې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version