Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»سیمه»سعودي ته تلونکي ۱۱ پاکستاني خیرات غوښتونکي نیول شوي
    سیمه

    سعودي ته تلونکي ۱۱ پاکستاني خیرات غوښتونکي نیول شوي

    عمران آغاعمران آغا13 اگست 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د پاکستاني مرکزي څېړنیزه اداره وايي، د کراچۍ په هوايي ډگر کې یې ۱۱ هغه کسان نیولي دي، چې سعودي عربستان ته د خیرات غوښتلو لپاره تلل.

    یادې ادارې ویلي، له نیول شوو کسانو سره د بېرته راتگ ټیکټونه جعلي وو او په لومړیو پلټنو کې معلومه شوې چې یاد کسان د خیرات غوښتلو لپاره تلل؛ خو پلمه یې د عمرې اداء کول ښودلي.

    د څېړنیزې ادارې د راپور له مخې، د عمرې په نوم سعودي عربستان ته د خیرات غوښتونکي ۱۱ تنه یې د کراچۍ په هوايي ډگر کې له الوتکې ښکته کړي، چې ۳ درې یې نارینه او ۸ یې ښځې دي.

    د راپور له مخې، ټول نیول شوي کسان د پنجاب صوبې اوسېدونکي دي او یاد کسان یې د بشري قاچاق ضد څانگې ته د نورو پلټنو لپاره لېږدولي دي.

    په پاکستان کې عمومي فقر او بې‌کاري هغه لاملونه دي، چې وگړي یې مجبورېږي چې خلیجي هېوادونو ته د خیرات غوښتو لپاره ولاړ شي.

    د سعودي عربستان سربېره پاکستاني وگړي متحده عربي اماراتو، اردن، عمان، کویټ او قطر ته هم د سوال او خیرات غوښتو لپاره ځي.

    پرون ډان ورځپاڼې لیکلي وو، چې خلیجي هېوادونو ته د خیرات غوښتونکو پاکستاني وگړو شمېره ډېره شوې، چې ډېری یې سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، عراق، ایران، عمان او ترکي ته د سیاحت لپاره ځي؛ خو هلته بیا سوال کوي او په خیرات پیسې راټولوي.

    په تېرو دوو کلونو کې د پاکستان په بېلابېلو هوايي ډگرو کې ۴۴۰۰۰ زره کسان نیول شوي، چې بهر ته د خیرات غوښتلو لپاره تلل.

    مخکینۍ مقالهافغاني سره میاشت: د ۲۰ په زړه سوري ماشومانو وړيا درملنه کوو
    راتلونکي مقاله سره‌صلیب: سږکال ناچاوده توکو په چاودنو کې ۳۲۰ افغانانو ته مرگ‌ژوبله اوښتې ده

    مربوطه لیکنې

    اتحاد المجاهدين په تېرو لسو ورځو کې ۹۰ پاکستاني پوځيانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

    27 اپریل 2026

    د بلوچستان ازادۍ پوځ: په جلا-جلا بریدونو کې مو د پاکستاني رژیم د پوځ او استخباراتو ۷۱ غړي هلاک او ټپیاڼ کړي

    27 اپریل 2026

    امريکا ته د ايران نوی وړاندیز؛ لومړی بايد د هرمز تنګي ستونزه حل شي

    27 اپریل 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    تبصرې 30 اپریل 2026

    په مقاومت جبهه کې د انشعاب پایلې او کاغذي نهضتونه

    د تش په نوم مقاومت جبهې د مخکني غړي حامد سیفي په مشرۍ د آزادۍ(!)…

    تېره میاشت د هېواد اوسپنې پټلۍ له لارې نږدې ۴۸۴زره ټنه انتقالات شوي دي

    30 اپریل 2026

    ملي تدارکاتو کمېسیون د نږدې ۳میلیارده افغانیو په لګښت ۱۹ پروژې منظورې کړې

    30 اپریل 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    په مقاومت جبهه کې د انشعاب پایلې او کاغذي نهضتونه

    30 اپریل 2026

    تېره میاشت د هېواد اوسپنې پټلۍ له لارې نږدې ۴۸۴زره ټنه انتقالات شوي دي

    30 اپریل 2026

    ملي تدارکاتو کمېسیون د نږدې ۳میلیارده افغانیو په لګښت ۱۹ پروژې منظورې کړې

    30 اپریل 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،161 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،095 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،195 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.