د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه کې د ۲.۸ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۹ پروژې منظورې شوې.
د اقتصادي معاونیت د خبرپاڼې له مخې، دې غونډې ته له اجنډا سره سم ۲۶ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې، چې له بحث وروسته ۱۹ پروژې منظورې شوې او په څلورو پروژو کې بیا یو لړ تعدیلونه راغلل.
په منظور او تعدیل شویو پروژو کې د مخابراتي وسایلو، سړک جوړونې، برښنا رسونې او توزیع او یو شمېر نورو برخو پروژې شاملې دي، چې د افغان حکومت له لوري تمویلېږي.


