اسوشټيد پريس خبري اژانس وايي سعودي عربستان د کورنيو چارو وزارت اعلان کړی چې د دغه هېواد د سترې محکمې د پرېکړې له مخې یې شپږ ايراني وګړي سعودي عربستان ته د چرسو د قاچاق په تور اعدام کړي دي.

د سعودي کورنيو چارو وزارت زياته کړې چې ياده سزا له شريعت سره سمه وه او موخه یې له نشه يي توکو څخه د دغه هېواد او خلکو خوندي ساتل دي.

راپور زياتوي چې بل لور ته بيا د ايران بهرنيو چارو وزارت يادې پېښې ته توند غبرګون ښودلی، په تهران کې یې د سعودي سفير احضار کړی او وايي د يادې پېښې د څېړلو لپاره به ډېر ژر يو پلاوی سعودي عربستان ته واستوي.

د يادونې وړ ده چې د منځني ختيځ دې سيالانو ايران او سعودي عربستان له اوو‌ کلونو وروسته د ۲۰۲۳ کال په پيل کې د اړيکو پراخولو هڅې وکړې.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version