الجزیره خبري شبکه وايي د صهيونيستي اسراٸیلو پوځ د غزې په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د جنین کډوالو په پنډغالي کې شاوخوا ۲۰ ودانۍ په بمونو الوځولي.

د راپور له مخې د فلسطین ولسمشر محمود عباس په يوه بيانيه کې له امریکا غوښتي چې په غزه کې د اسراٸیلو پوځي عملیات پای ته ورسوي او د ملګرو ملتونو له امنیت شورا یې وغوښتل چې «د فلسطیني خلکو پر وړاندې د اسراٸیلو د روان تېري د بندولو لپاره» یوه بېړنۍ غونډه راوبلي.

بل لور ته بيا د صهيونيستي رژيم پوځ ویلي دي، چې دوی فلسطیني مبارز وسله وال او د وسلو زېرمې یې په نښه کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version