د دوحه۳ ناسته کې د افغان حکومت د پلاوي مشر ذبیح الله مجاهد وايي، د دوحې ناستې په ترڅ کې یې د سعودي عربستان له استازي سره لیدلي دي.
ښاغلي مجاهد وايي، په دې لیدنه کې د دواړو اړخونو ترمنځ رغنده خبرې وشوې او د سعودي عربستان استازي وویل، سعودي به ډېر ژر په کابل کې خپل تړلی سفارت بېرته پرانیزي.: «سعودي عربستان غواړي هرڅه ژر په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي. له افغانستان سره د ښه تعامل غوښتنه یې کوله او افغانستان هم سعودي عربستان ته د یو مهم هېواد په سترگه گوري.»
د افغان پلاوي مشر د سعودي له استازي سربېره د ناروې له استازي سره هم لیدلي دي.
:«ناروې د افغانستان په اړه رغنده نظر لري او د دواړو هېوادونو د اړیکو په لا تقویه او مثبتو لارو چارو مو ټینگار وکړ.»همدارنگه د دوحه۳ ناسته کې د افغان پلاوي مشر د قزاقستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر او سفیر سره هم لیدلي دي. :«د افغانستان او قزاقستان د تجارتي او دپلوماتیکو اړیکو په پیاوړتیا مو خبرې وکړې.
قزاقستان او افغانستان د دوه جانبه اړیکو په خورا ښه حالت کې دي، دواړه لوري د لازیاتو قوي او هر اړخیزو اړیکو کوښښ کوو.»
د دې سربېره د افغان پلاوي مشر د اندونیزیا د بهرنیو چارو له وزیرې سره هم لیدلي دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا، اقتصادي همکاریو او د لا زیات اعتماد د رامنځته کولو په هڅو ټینگار شوی دی.
د دوحه۳ ناستې مخکې هم د افغان پلاوي مشر پرون د نړۍ له بېلابېلو استازو سره لیدلي وو، چې د گڼو هېوادونو استازو له افغانستان سره د ښه تعامل په کولو ټینگار کړی دی.