Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»سمیع سادات او د شر و فساد د سوال او زاریو کچکول!
    تورې څېرې

    سمیع سادات او د شر و فساد د سوال او زاریو کچکول!

    صابر افغانصابر افغان17 نوومبر 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    سمیع سادات په ۱۳۶۵ لمریز کال د کابل، خیرخانه کې له بدخشاني پلار او هلمندۍ مور څخه وزیږېد؛ سادات په غربي هیوادونو پولنډ، آلمان، انګلیستان او آمریکا کې په نظامي او د اداري مدریت په برخه کې زده کړي وکړې.

    سادات د حامد کرزي د حکومت په دوران کې د ملي امنیت په نوم اداره کې پر کم عمر لوړې دندې ترسره کړې چې په دې سره هغه روابط چې د خپل تحصیل په دوران کې له غربيانو سره جوړ کړي وو، لا قوي کړل؛ هماغه و چې په ۲۰۰۸م کال کې د کورنیو چارو وزارت د پولیسو سلاکار وټاکل شو.

    د سادات اصلي تمرکز په خپل شخصي تجارت وو چې د دوو شرکتونو په وسیله یې ترسره کاوه؛ هغه د نظامي تجهیزاتو د پیر او پلور کار کاوه، هغه په تجارت کې خپلې اړیکې لا قوي کړي او کله چې امریکایان په دې ډاډه شول چې سادات له جنرال رازق وروسته د دوی لپاره ښه لاسپوڅی کېدای شي؛ نو هغه یې نظامي برخې ته راوست.

    سادات په ډېر کم عمر او د امریکایانو په مرسته د جنرالۍ رتبه وګټله؛ هغه په جنګ کې بریالی نه وو خو د پیاوړو تبلیغاتو او قوي بهرني ملاتړ په واسطه یې وکولای شول د اشرف غني په اداره کې د دفاع وزارت په مهمو پوستونو کار وکړي.

    سمیع سادات د رسنیو سره اړیکې درلودې او له دې لارې یې په تبلیغاتو ځان د افغانستان په تېر جمهوري حکومت کې د یو اتل او ځوان جنرال په توګه مطرح کړی وو، چې د افغانستان په سقوط سره یې له دې جالي شخصیته پرده پورته شوه او اصلي څهره یې وښودله.

    سادات د کابل د سقوط پر مهال بهرنیو یرغلګرو ته زارۍ کولې چې له طالبانو سره په جګړه کې دده ملاتړ وکړي مګر هغوی دده لافو شخصیت پېژندلی وو او نور د خپلې تاریخې ماتې جبران ورته سخت وو ځکه یې سادات ته د مرستې لاس ور نه کړ؛ د کابل د سقوط په شپه سادات افغانستان پریښود خو له بهره(امریکا) څخه یې د شر او فساد هڅو ته دوام ورکړ.

    سمیع سادات د کابل په سقوط سره نه یوازي خپل جالي حثیت له لاسه ورکړ، بلکې شخصي تجارت ته یې چې د افغانستان په جګړه ولاړ وو، هم دروند زیان ورسېد؛ ځکه نو د یادو هدفونو د لاسته راوړلو لپاره په بهرنیو مشرانو د مرستې کچکول ګرځوي.

    سادات په تېرو دریېو کلونو کې د امریکا سناء مجلس په غړو سربېره په لس ګونو هغه خلکو د مرستې کچکول ګرځولی چې د افغانستان په شل کلنه قضیه کې دخیل پاتې شوي.

    څو ورځې وړاندې رسنیو د ټرمپ له لوري په افغانستان کې جنګېدلي پوځي افسر مایک والټز د ملی امنیت سلاکار ټاکلو خبر ورکړ؛ خو له دې وروسته د سمیع سادات یو غږیز پیغام خپور شوی چې سناتور والټز ته یې د مبارکۍ په پار لېږلی.

    په دې پیغام کې سادات له والټز څخه په ډېر بې شرمانه ډول غوښتي چې د افغانستان په بیا نیولو کې دده مرسته او هوائې ملاتړ وکړي؛ هغه زیاته کړې چې زما له درې کاله پرلپسې زاریو وروسته ته(والټز) زما یوازینۍ هیله یې.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد روسیې د بهرنيو چارو وزارت: اندونيزيا ماليزيا او ټايلنډ د بريکس سازمان غړي شول
    راتلونکي مقاله اسوشیټېډ پرس: د روسیې له‌خوا پر اوکراین ویشتل کېدونکي ۷۰ سلنه ډرونونه جعلي دي

    مربوطه لیکنې

    د یوناما طرحه؛ د ازادۍ جبهې ګیلې، انزوا، ناچاري او احساساتي دریځونه

    20 مې 2025

    د یوه قومندان توره څهره؛ د اسماعیل خان پټ ژوند او کړنې

    20 مې 2025

    د یو قوماندان توره څهره؛ د اسماعیل خان پټ ژوند او کړنې

    19 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 20 مې 2025

    پاکستاني طالبانو چترال کې پر ارسون پوځي مرکز له څو لوریو هم‌مهاله بریدونه پیل کړي

    له خیبر پښتونخوا د هندوکش‌غږ ځایي سرچینې وایي، د پاکستاني طالبانو غورځنګ ځواکونو د چترال…

    اروپایي ټولنه پر سوریې لګول شوي بندیزونه لغوه کوي

    20 مې 2025

    بريتانيا، فرانسې او کاناډا اسرائيلو ته غزه کې د روانو بريدونو له امله جدي خبرداری ورکړی

    20 مې 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پاکستاني طالبانو چترال کې پر ارسون پوځي مرکز له څو لوریو هم‌مهاله بریدونه پیل کړي

    20 مې 2025

    اروپایي ټولنه پر سوریې لګول شوي بندیزونه لغوه کوي

    20 مې 2025

    بريتانيا، فرانسې او کاناډا اسرائيلو ته غزه کې د روانو بريدونو له امله جدي خبرداری ورکړی

    20 مې 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،933 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،865 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،859 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.