شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د کورنیو چارو وزارت وایي، د تخار ولایت امنیه قومندانۍ د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو د پلټونکو عملیاتو په ترڅ کې، پنځه زره او ۷۴۵ کیلوګرامه نشهیي مواد کشف او نیولي دي.ویل شوي، چې دا تریاک دوه عرادې د تېلو ټانکرونو کې ځای پرځای شوي وو، چې د امنیتی ځواکونو له لوري کشف او ظبط شول.کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې یاد تاریاک اوسمهال د پولیسو تر څارنې لاندې دي او خوندي سیمې ته لېږدول شوي دي.د یاد وزارت په وینا، په دې تړاو دوه تنه نیول شوي چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
نورستان کې له ډيورنډ فرضي کرښې څخه د را اوښتلو پرمهال د شر او فساد یوه مشترکه ډله له منځه یووړل شوه26 سپتمبر 2026