د شر او فساد لخوا د پاکستان غلامي او د هغوی د ګټو لپاره جنګېدنه که څه هم نوې خبره نه ده، خو تازه او دوامداره شوې ده؛ شر او فساد په سیمه کې، په ځانګړې توګه د پاکستان له لارې هڅه کوي، له شته تعاملاتي خنډونو او نښتو څخه ګټه پورته کړي او په دغه هېواد کې د اوسېدو، اکمال او افغانستان د نا امنه کولو لپاره وجنګېږي.
په دې وروستیو کې د پاکستان او افغانستان تر منځ سیاسي او ډیپلوماټیکي اړیکې خړې – پړې شوې دي، د پاکستان امنیتي وضعیت هلته د پاکستاني طالبانو د خونړیو بریدونو له امله وخیم شوی او د استخباراتي ادارو په شمول پوځ تر سخت فشار لاندې دی؛ دغه هېواد چې همېشه یې د خپلې نا امنۍ پړه پر افغانستان ور اچولې، اوس یې د افغانستان په نا امنه کولو لاس پوري کړی دی.
د دغه نا امنیو لپاره په ځینو سیمو کې د داعش وسلوالي ډلې تر څنګ، د شر او فساد ډله هم د پاکستان لپاره د اجیرانو په توګه جنګېږي، دغه جګړه یې که څه هم تر څو تبلیغاتي ویډيو کلیپونو او دروغجنو شعارونو پورې محدود ده، خو له لارې یې هڅه کوي تر څو د افغانستان په نا امنه کولو سره، د واک ګدۍ ته را ستانه شي او بیا ځل د افغانستان د پلورلو معامله وکړي.
د شر او فساد جبهې عاملین له پاکستان سره د اړیکو په ښه کېدو او په ځلونو د شین څراخ ښودلو خوښ دي او دا یې د درې کلن جریان د لاسته راوړنې په توګه منعکسوي؛ د دغه جبهې مهم غړي عبدالحفیظ منصور ویلي دي، د تحریک طالبان پاکستان د بریدونو زیاتوالی په پاکستان کې سیاسي وضعیت شر او فساد جبهې ته تر ډېره نږدې کړی دی.
عبدالحفیظ منصور د دغه حرکت او پاکستان تر منځ د ژورو او نږدې اړیکو په اړه اضافه کړې، چې پاکستان هڅه کوي شر او فساد جبهه د افغاني او پاکستاني طالبانو د ګډ مخالفت په موضع کې شامل کړي او په دې برخه کې یې تل شین څراغ ښودلی دی.
پاکستان اوس مهال په افغانستان کې د نا امنیو له ټولو هڅو ملاتړ کوي، هغه که د هر ډول وسلوالي ډلې په توسط وي؛ مګر هغه اړخونه او ستراتیژیک زیانونه له پامه غورځوي، چې بیرته همدا ډلې د پاکستان په ضد استفاده کېدلای شي او د له منځه تللو لامل یې ګرځي.
څه موده وړاندې افغان امنیتي ځواکونو د شر او فساد غړی او د پاکستاني استخباراتو “آی ایس آی” جاسوس عظیم الله (مشهور په فاروقي) هم نیولی و، چې د جنرال خالد، جنرال شاهد، لیاقت علي پاچا او نورو پاکستانیو چارواکو لخوا د افغانستان د مرکزي ولایتونو، په ځانګړې توګه واخان د نا امنه کولو پلان ورکول شوی و. د هغه تر شا د شر او فساد یو عامل سید رضا هاشمي لاس درلود او د افغانستان د نا امنه کولو پلانونه یې تطبیقول.
یادونه: په هندوکش غږ کې خپرې شوي لیکنې او نظریات یوازې د لیکوالانو د نظر څرګندونه کوي، د هندوکش غږ توافق ورسره شرط نه دی.