Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»شيخ خالد حنفي: حجاب او شرعي حدود پلي کول زموږ سره کرښه ده، په دې برخه کې د هېچا فرمايش نه منل کېږي.
    افغانستان

    شيخ خالد حنفي: حجاب او شرعي حدود پلي کول زموږ سره کرښه ده، په دې برخه کې د هېچا فرمايش نه منل کېږي.

    عمران آغاعمران آغا26 اگست 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت سرپرست شيخ محمد خالد حنفي په سرپل ولایت کې په یوې ناسته کې د دغه وزارت د تازه توشیح شوي قانون په اړه د یوناما او نورو بنسټونو پر دریځ سخته نیوکه کړې ده.

    ښاغلي حنفي په دغې غونډه کې چې، د سیمه‌ییزو مسوولانو، قومي مشرانو، دیني عالمانو او د دغه وزارت د محتسبینو په ګډون جوړه شوې وه، وايي د یوناما او نورو بنسټونو څرګندونې بې ارزښته دي او زیاتوي چې، اسلامي امارت له نړۍ سره د اسلامي قوانینو په رڼا کې تعامل ته چمتو دی.

    ښاغلي حنفي زياته کړې چې، حجاب او د شرعي حدودو پلي کول زموږ سره کرښه ده او په دې برخه کې د هېچا فرمایش نه‌منل کېږي. ښاغلي حنفي وويل:«که‌ چېرې اسلامي امارت له نړۍ سره تعامل کوي، د شریعت د چوکاټ مطابق یې کوي، او ان شاءالله هېڅکله به د شریعت پر خلاف کړنه ونه‌کړي او په وينا یې زموږ موخه د اسلامي شریعت پر مټ نظام دی.»

    همدارنګه ښاغلي حنفي د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت له محتسبینو غوښتي چې، د اسلامي امارت له لوري تازه توشیح شوی قانون په بشپړ ډول عملي کړي. 

    بلخوا په دغې غونډه کې، د سرپل سیمه‌ییز مسوولان او ديني عالمان د تازه توشیح شوي قانون پر عملي کېدو، له خلکو سره پر ښه چلند او همداراز د افغانستان په کورنیو چارو کې د بشري حقونو بنسټونو پر نه لاسوهنې ټینګار کړی دی.

    مخکینۍ مقالهد نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ.
    راتلونکي مقاله له شل ساعتونو وروسته لا هم د بېله‌ پوځي کمپ ډېره برخه د بلوڅانو په لاس کې ده

    مربوطه لیکنې

    د تورخم بندر کميسار پاکستاني لوري سره د ستونزو په حل کولو خبرې کړي

    20 مې 2025

    خوست کې د ۲۲ ميليونه افغانيو په لګښت د سړک جوړونې يوه پروژه بشپړه شوه

    20 مې 2025

    امنیتي ځواکونو کندوز کې یو مسلکي غل د سلګونه زره افغانیو په ارزښت د سرو زرو د غلا په تور نیولی

    20 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 20 مې 2025

    پاکستاني طالبانو چترال کې پر ارسون پوځي مرکز له څو لوریو هم‌مهاله بریدونه پیل کړي

    له خیبر پښتونخوا د هندوکش‌غږ ځایي سرچینې وایي، د پاکستاني طالبانو غورځنګ ځواکونو د چترال…

    اروپایي ټولنه پر سوریې لګول شوي بندیزونه لغوه کوي

    20 مې 2025

    بريتانيا، فرانسې او کاناډا اسرائيلو ته غزه کې د روانو بريدونو له امله جدي خبرداری ورکړی

    20 مې 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پاکستاني طالبانو چترال کې پر ارسون پوځي مرکز له څو لوریو هم‌مهاله بریدونه پیل کړي

    20 مې 2025

    اروپایي ټولنه پر سوریې لګول شوي بندیزونه لغوه کوي

    20 مې 2025

    بريتانيا، فرانسې او کاناډا اسرائيلو ته غزه کې د روانو بريدونو له امله جدي خبرداری ورکړی

    20 مې 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،933 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،865 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،859 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.