د عامې روغتيا وزارت وياند ډاکټر شرافت زمان امرخېل رسنيو ته ويلي چې د عامې روغتيا وزارت د انګړ له دېوالونو د ځينو شعارونو پاکول د ياد وزارت د بيا رغونې د چارو يوه برخه ده چې د کب په مياشت کې پيل شوې وه.

ښاغلي امرخېل زياته کړې چې ياد شعارونه به د اطلاعاتو کلتور وزارت په همغږۍ د بيا رغونې چارو له بشپړېدو وروسته بېرته وليکل شي.

د يادونې وړ ده چې په ټولنيزو رسنيو کې د ځینو اوازو‌ او شايعاتو پرمټ د يادو شعارونو پاکولو ته کابل ته د امريکايي پلاوي له سفر سره تړاو ورکول کېده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version