یو شمېر رسنیو خبر ورکړی، چې د غزې تړانګې په جنوبي ښار “خان یونس” کې اسرائیلي یرغلګرو ځواکونو په یوه کور باندې هوایي برید کړی، چې له امله یې ۳ تنه وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوې دي.
همدا راز د صهیونیستي رژیم اشغالګرو ځواکونو د غزې تړانګې په مرکزي ښار “دېر البلاح” کې هم په یوه کور برید کړی او ۵ تنه فلسطینیان یې وژلې دي.
په غزې تړانګې د صهیونیستي رژیم د یرغل را وروسته په دې وروستیو اونیو کې د اشغالګرو ځواکونو پر وړاندې د حماس جهادي ډلې مقاومت او چریکي بریدونه زیات شوي، چې له امله یې ګڼو شمیر اسرائیلي پوځیان وژل شوې دي.
اسرائیلي رسنیو ویلي، چې په تېرو څه باندې ۹ میاشتو په تېرېدو شاوخوا ۶۷۰ تنه اسرائیلي پوځیان وژل شوي دي، خو معلومات ښيي چې د اسرائیلي پوځیان تلفات له دې زیات دي.
یو شمېر رسنیو د مسولینو له قوله راپورونو کې ویلي، چې په دغه جګړه کې شاوخوا ۴۰ زره تنه فلسطینیان وژل شوي او شاوخوا ۹۰ زره تنه نور ټپیان شوې دي؛ د دغې جګړې تر ټولو غټ زیان ښځو او ماشومانو ته اوښتی دی.