د غزې ملکي دفاعي ادارې ویلي چې د دې تړانګې د جبالیا سیمې سره نږدې د اسرائیل په هوایي برید کې چې د کډوالو په یو کمپ شوی، لږ تر لږه ۳۳ تنه شهیدان شوي دي.
د دې ادارې ویاند محمود بصال د ۳۳ کسانو شهادت تائید کړی او دا یې هم ویلي چې لسګونه نور ټپيان شوي دي، خو د العوده په روغتون کې یوې سرچینې بیا د فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي چې د ۲۲ کسانو مړینه یې ثبت کړې او نږدې ۷۰ نور ټپيان شوي دي.