د روسیې دفاع وزارت ویلي چې پرون یې د ۹۵ اوکرایني سرتیرو خوشې کیدو په بدل کې خپل همدومره شمېر سرتیري د اوکراین څخه تر لاسه کړي دي.

نړيوالو رسنيو د روسیې د فاع وزارت د اعلاميې پر بنسټ ليکلي چې د ياد وزارت په اعلامیه کې پرته له دې چې د جنګي بندیانو د تبادلې په هکله نور معلومات ورکړل شي، یوازې همدومره ویل شوي چې د جنګي اسیرانو دا تبادله د متحده عربي اماراتو په منځګړتوب شوې چې په منځني ختیځ کې د متحده ایالاتو یو نږدې متحد هم دی.

سره له دې چې په کیېف کې چارواکو تر اوسه د بندیانو دا تبادله نه ده تایید کړې خو د روسیې د دفاع وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې د خبرو اترو له کبله ۹۵ روسي سرتیري د “کیف” تر کنټرول لاندې سیمو څخه بیرته ستانه شوي چې په بدل کې یې ۹۵ اوکرایني سرتیري سپارل شوي دي.

د يادونې وړ ده چې په اوکراين د روسیې د بريد نن ۹۶۷ مه ورځ ده او دواړو لوريو خو؛ په تېره اوکراين د لسګونه زره پوځيانو له وژلو سربېره تریلیونونه ډالر مالي زيانونه اوښتي او ښارونه یې له منځه تللي

ځواب پریږدئ

Exit mobile version