د فرانسې د هوا پېژندنې ادارې د راپور پر بنسټ، د چیدو په نوم دا ځواکمن توپان چې د شنبې په ورځ په مایوت ټاپو کې راغی او په ساعت کې یې تر ۲۲۰ کیلومترو تېز بادونه لرل، خلکو ته یې ګڼ مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

د فرانسې د کورنیو چارو وزارت ویلي چې په مایوت کې چې تر ۳۰۰ زره ډېر نفوس لري، د وژل شویو او ټپيانو کره شمېر معلومول سخت کار دی، خو؛ دوی اټکل کوي چې شاوخوا ۱۰۰۰ تنه به مړه شوي وي.

د چیدو توپان د هند سمندر د جنوب ختیځ له لارې تېر شو او کومور او ماداګاسکار (مدغاسکر) ته نژدې ټاپوګان یې هم اغېزمن کړل.

مایوت ټاپو چې د هند په سمندر کې ده مساحت یې ۳۷۴ کیلومتر مربع دی او له فرانسې څخه ۷۸۳۷ کیلومتره لېرې دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version