د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت ویلي؛ تېر کال ټول هېواد کې د اوبو د ۳۵۵ کوچنیو بندونو د جوړولو چارې پیل شوې چې اوس مهال د ځینو چارې بشپړې شوي دي.
ښاغلي فطرت رسنیو ته په یوه غږیز کلېپ کې ویلي؛ چې له دغو بندونو څخه ۱۳۸ بندونه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت، ۱۱۷ بندونه د اوبو او انرژۍ وزارت او ۱۰۰ نور بندونه د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له خوا جوړ شوي دي.
د ښاغلي فطرت په وینا د ټولو بندونو لګښت د اسلامي امارت له بودیجې څخه ورکړل شوی دی.
د چاپېریال ساتنې د چارو کارپوهان دغه بندونه د سیلابي اوبو د کنټرول، تر ځمکې لاندې اوبو د سرچینو د پیاوړتیا، د وچکالۍ د مخنیوي، د کرنیزو ځمکو په خړوبولو او د چاپېریال په ساتنه کې ګټور بولي.
د یادونې وړ ده چې دا پروژې کولای شي د هیواد د اوبو او کرنې د اوسني وضعیت په ښه کولو کې رغنده رول ولوبوي.