د ایران دفاع وزارت ویلي، چې تهران تر اوسه د امریکا او اسرائیلو پر وړاندې په روانو بریدونو کې خپلې ډېرې پرمختللې او خطرناکې وسلې نه دي کارولي.
ايران ټینګار کړی چې لا هم داسې پوځي وړتیاوې لري چې کارول شوې نه دي او نړيوالو ته به د حیرانتیا وړ وي.
تر دې وړاندې سپاه پاسداران هم ویلي وو چې ډېر ژر به داسې وسلې معرفي کړي چې امریکا تر اوسه نه دي لیدلي.
ایران د خپل مذهبي مشر له وژل کېدو وروسته په اسرائیل او سيمه کې د امريکا پر پوځي هډو پراخ بريدونه ترسره کړل، چې درنې ويجاړۍ او مرګژوبلې یې له ځانه سره لرلې.
سياسي او پوځي شنونکي په روانه جګړه کې د امريکا او اسرائيل د باور خلاف ايران برلاسی بولي.
