د اسلامي امارت د ویاند مرستیال ملا حمد الله فطرت په ړې خبري کليپ کې د روسیې له لوري د ممنوعه ډلو له نوملړ څخه د اسلامي امارت د اېستلو د پرېکړې هرکلی کړی، او ياد اقدام یې د اړيکو د پراختيا په برخه کې مؤثر ګڼلی.
ښاغلی فطرت زياتوي چې اسلامي امارت پر تعاملاتو او اړیکو باور لري او پر نورو هېوادونو هم غږ کوي چې په ورته اقدام لاس پورې کړي.