Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»افغانستان څه ډول د منځني ختیځ له بحران څخه ګټه ترلاسه کوي؟
    لیکني

    افغانستان څه ډول د منځني ختیځ له بحران څخه ګټه ترلاسه کوي؟

    عمران آغاعمران آغا8 اکتوبر 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لیکوال: محمد فیصل

    د تېر زیږدیز کال د اکتوبر میاشتې له اوومې نیټې څخه تر ننه د منځني ختیځ وضعیت ورځ تر بلې د خرابېدو په لور روان دی.

    لومړیو کې صهیوني اسرائیل او فلسطین سره مخامخ ښکېل وو، خو وروسته بحران لا نور پراخ شو، لبنان او ایران هم ور ګډ شول.

    سره له دې چې افغانستان له منځني ختیځ لرې پروت دی، خو له دغه بحران څخه یې یو ډول اقتصادي ګټه ترلاسه کړې ده.

    څو ورځې وړاندې چې ایران پر صهیوني اسرائیلو تر دوه سوه بالستیک توغندي وتوغول، نو ګڼو نړیوالو شرکتونو چې د ایران له فضا څخه یې الوتنې کولې، خپل مسیر یې بدل او د افغانستان خوندي فضا یې د الوتکو د سفر له پاره غوره کړه.

    برټش ایرویز، سنګاپور ایرلاینز او د جرمني لوفتانسا هغه مهم شرکتونه وو چې خپل لوری یې له ایران څخه افغانستان ته راواړوه.

    دغه شرکتونه د افغانستان له فضا څخه د تېرېدونکي هرې الوتکې ۷۰۰ ډالر فیس افغان حکومت ته ورکوي.

    د منځني ختیځ د بحران له پراخېدو وړاندې یوازې محدود شمېر الوتکو د افغانستان فضا څخه کاروله، خو د ایران له لوري پر صهیوني اسرائیلو له برید وروسته هغه شمیر زیات شو.

    د انډیپینډنټ د یو راپور له مخې، تېره سه شنبه ۱۷۱ الوتکو د افغانستان له فضا څخه سفر کړی و چې تېره پنجشنبه یې شمېر ۱۹۱ ته ورسېد.

    د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشت کې چې ا.ا.ا پر افغانستان واکمن شو، نو له هغه مهاله تر اوسه د نړۍ ګڼو هوایي شرکتونو د افغانستان فضا د الوتنو له پاره ترک کړه او ایران او نورې لارې یې غوره کړې.

    د هغو شرکتونو پرېکړو تر ډېره سیاسي اړخ درلود او یوه هڅه دا وه چې پر افغانستان اقتصادي فشار راولي او اقتصاد یې کمزوری کړي.

    خو ښکاري چې د منځني ختیځ ناامنه وضعیت په تېره د ایران-صهیوني اسرائیلو او د سوریې کړکیچ هغه څه دي چې نړیوال شرکتونه یې اړ کړي چې خپلې سیاسي پرېکړې بیرته واخلي او د هغو هیوادونو د ناامنه فضا پر ځای د افغانستان خوندي فضا وکاروي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهافغانستان ته د نږدې ۴۹۵ ټنه مالګې د قاچاق مخه نیول شوې
    راتلونکي مقاله فطرت: د روسیې له لوري د ممنوعه ډلو له لېست څخه د اسلامي امارت د اېستلو هرکلی کوو

    مربوطه لیکنې

    له اشغال شويو ډيپلوماټيکو څوکيو د افغان هويت ضد دريځونه

    11 جون 2026

    په افغانستان کې د جبهاتو د پسرلنیو عملیاتو په اړه د تبلیغاتي کمپاینونو حقیقت

    10 جون 2026

    پرديپال ولې د تاریخ د مسخه کولو هڅه او د بلې جګړې وړاندوينه کوي؟

    9 جون 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 14 جون 2026

    واشنګټن کې د امریکا اېف‌-۱۸ پرمختللې جنګي الوتکه لوېدلې

    رویټرز راپور ورکړی، چې د امریکا واشنګټن ایالت په یوه ځنګلي سیمه کې د دغه…

    ټرمپ وايي تمه لري چې ايران سره د جګړې پای ته رسولو هوکړه نن ورځ لاسليک شي

    14 جون 2026

    د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین: روسیه د ټولې ناټو پر وړاندې په یواځې ځان مبارزه کوي

    14 جون 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    واشنګټن کې د امریکا اېف‌-۱۸ پرمختللې جنګي الوتکه لوېدلې

    14 جون 2026

    ټرمپ وايي تمه لري چې ايران سره د جګړې پای ته رسولو هوکړه نن ورځ لاسليک شي

    14 جون 2026

    د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین: روسیه د ټولې ناټو پر وړاندې په یواځې ځان مبارزه کوي

    14 جون 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،165 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،104 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،210 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.