د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، په لغمان کې د څهباندې څلور مېلیونه افغانیو په ارزښت د یو چیکډیم جوړولو چارې پیل شوې، چې د شپږو میاشتو په موده کې به یې چارې بشپړې شي.
د یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، یاد چیکدیم د لغمان د مرکز اړوند د گلارام په سیمه کې د ۴.۳ مېلیونه افغانیو په ارزښت جوړېږي.: «دغه چیکډیم د څلور مترو په ژوروالي او ۳۰ متره اوږدوالي سره د خوړو نړیوال سازمان په مالي لگښت د ایف، جې اې موسسې له لوري د لغمان د سنیدیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې جوړېږې، چې د چارو په بشپړېدو سره به یې ۳۵۰۰ متره مکعب اوبه ذخیره شي.»
د خبرپاڼې له مخې، یاد چیکډیم د شپږو میاشتو په موده کې جوړېږي، چې له جوړېدو سره به یې گڼه کرنیزه ځمکه خړوبه کړي.د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو پر بنسټ، اوسمهال د هېواد په گوټ ـ گوټ کې سلگونه چیکډیمونه د جوړېدو په حال کې دي او نور به په نږدې راتلونکي کې پیل شي.
د چیکډیمونو د جوړېدو سره د ځمکې لاندې اوبه تغذیه کېږي، د وچکالۍ مخه نیول کېږي او زرگونه کرنیزه ځمکه ترې خړوبېږي.
د اوبو چارو کارپوهان وايي، په نړۍ کې د اقلیمي بدلون له امله ځینې سیمې به د سختې وچکالۍ ښکار شي او پکار ده چې د موسمي اوبو د ذخیره کولو لپاره کوچني او لوی چیکډیمونه جوړ شي.