له یو نیم کال څخه زیات وخت کېږي چې د فلسطین بې دفاع او مظلوم خلک، په ځانګړې توګه په غزې تړانګه کې د یو داسې رژیم د پرله‌پسې ظلم، تیري او جنایت تر اور لاندې دي چې په بشپړه بې رحمۍ او قساوت سره یې له هیڅ جنایت څخه ډډه نه ده کړې.

صهیونیستي اشغالګر رژیم په دې موده کې د ښځو، ماشومانو او ولسي خلکو په بې رحمانه وژلو او د کورونو، مسجدونو او حیاتي زیربناوو په ویجاړولو سره، د نړۍ د سترګو پر وړاندې یو بشپړه نسل وژنه پیل کړې ده.

اوس د لسګونه زره بې ګناه انسانانو له شهادت وروسته، غاصب صهیونیستي رژیم پریکړه کړې چې یا د غزې ټول خلک قتل‌عام کړي او یا یې له خپلو ځمکو څخه وباسي.

د مصنوعي قحطۍ تحمیلول، د مرستندویه لارو بشپړ بندول، د اوبو، خوړو، بریښنا او درملو قطع کول، د شپې او ورځې له بمبارونو سره یوځای، ټول د دې شوم او غیر انساني پلان څرګند شواهد دي.

دا جنایتونه نه یواځې د تش په نوم نړۍوالو اصولو او حقونو څخه ښکاره سرغړونه ده چې کلونه یې شعار ورکول کېده، بلکې د همدې ارزښتونو د چوپ‌پاتې شویو او دروغجنو مدعیانو په تندي د شرم داغ هم دی.

بې له شکه، ټول اسلامي اُمت او هر آزاد انسان په نړۍ کې، هم له ایماني او هم له وجداني پلوه مکلف دی چې د غزې د مظلومو خلکو د هر اړخیز ملاتړ په موخه خپله دیني دنده اداء کړي.

که څه هم د افغانستان اتل او مجاهد‌پال ملت د صهیونیستي رژیم پر وړاندې د نظامي مداخلې توان نه لري، خو د دې جنایاتو پر وړاندې باید چوپ پاتې نه شي، بلکې اوس د دې وخت را رسیدلی چې په غزه کې د روانې نسل‌وژنې پر وړاندې د عدالت غوښتنې نړۍواله چیغه پورته شي.

له همدې امله به نن د جمعې په ورځ د هېواد په ټولو ښارونو کې د صهیونیستي اشغالګر رژیم د ظلم او جنایت پر وړاندې د خښم آواز او چیغو غږ خپور شي.

په دې توګه د دې مجاهد‌ پاله هېواد له ټولو آزادو اتباعو او احساس‌لرونکو مسلمانانو څخه غوښتنه کېږي چې په دې لوی اعتراضي خوځښت کې برخه واخلي او د غزې له مظلومو خلکو سره خپل پیوستون اعلان کړي.

همدارنګه ټاکل شوې چې د مسجدونو امامان هم د جمعې د لمانځه په خطبو کې، په ښکاره ډول دې جنایتونو ته اشاره وکړي، مسلمانان په فلسطین کې د خپلو وروڼو له دردونکي وضعیت څخه خبر کړي او د دې دردناک حالت د پای ته رسولو لپاره خپله اعتراضي چيغه پورته کړي.

د هېواد په ټولو مسجدونو کې به د قرآن‌کریم د ختم او د غزې د خلکو د نجات لپاره دعاګانې وشي او د بې ساري دعا په وسله به د صهیونیستي رژیم او د هغوی له متحدینو سره مبارزه وشي؛ ځکه د دعا او د زړونو د اتحاد ځواک کولی شي د ظلم د زوال او د ظالمینو د تباهۍ پیل وي.

له همدې امله، له ټولو مسلمانانو څخه که په افغانستان کې وي او که له هېواد څخه بهر، په عاجزۍ سره غوښتنه کېږي چې په غزه کې د صهیونیستي رژیم د بې ساري جنایتونو د پای ته رسولو لپاره په دې لوی خوځښت کې فعاله برخه واخلي؛ په رښتیا چې نن غزه د ظلم پر وړاندې د جګړې لومړنی سنګر دی او که نن چوپ پاتې شو، سبا به زموږ وار وي. نو زموږ نننۍ چیغه د باطل د پرمختګ پر وړاندې یو خنډ او د اسلامي اُمت د ویښتابه لپاره یو څراغ دی.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version