Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»له بغاوت کوونکو سره د مبارزې لارې چارې
    تورې څېرې

    له بغاوت کوونکو سره د مبارزې لارې چارې

    صابر افغانصابر افغان1 مې 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لسمه برخه

    د باغیانو په ګټه او د نورو پر ضد د منفي تبلیغاتو مخنیوی

    هغه کسان چې په حقه نه دي او له واقعیتونو څخه په لیرې واټن کې ژوند کوي، همېشه هڅه کوي چې د ناپوهۍ د لارې لټوونکو کسانو مزل د دوی تر درشل ورسیږي، د خپلو فکري دامونو ښکار او ذهنونه یې ور مسموم کړي.

    دا کسان تر یوې مودې نوي جذب شوي او راغلي کسان په هر چل او دوکې د ځان ترڅنګ ساتي، د دوی پر خامو فکرونو د خپلو وژونکو فکرونو زهر لا نور شیندي او پیاوړي کوي یې.

    خو دا هڅې یې هېڅکله د پام وړ پایله نه لري، ځکه هر هغه څه چې له حقیقت او واقعیت څخه لیرې وي، که هر څومره ښایسته او زړه راښکونکي الفاظ ورته وکارول شي، بیا هم نه شي کولای د چا فکر قانع، یو څوک د ځان تابع، یو تیاره زندان د ښکلې ماڼۍ او زهر د شاتو په بڼه وښيي.

    له همدې امله، د بغاوت کوونکو په وړاندې یوه مهمه مبارزه دا ده چې د ناسمو او ناوړه تبلیغاتو له لارې د ځوان نسل د فکرونو د زهرجن کولو مخنیوی یې وشي. باید هغوی ته اجازه ورنه کړل شي چې د ملت او خلکو مینځ ته د ښکار په موخه راووځي او نور د خپلو ناوړه موخو لپاره وکاروي.

    د دې لپاره چې ځان معصوم او پاک وښيي، دوی په دې تبلیغاتي ډګر کې په خپل ټول توان هڅه کوي چې پر حکومت بریدونه وکړي، خپلې ټولې بدبختۍ او مصیبتونه د چارواکو پر اوږو ور واچوي، د مظلومیت پرده خوره کړي، عامه ذهنیت مغشوش او د پروپاګند له لارې ځان ته بشري او فکري ځواک راجمع کړي. بیا به دوی په ډاډه زړه له میدان لیرې د سیل بینو په توګه ورته ناست وي، نور به یې په خپلو کې سره اچولي او دوی به یې ننداره کوي.

    له همدې کبله باید د مخنیوي ټول تدابیر ونیول شي، څو دغه ‌ډارن او تښتېدلي عناصر ونشي کولی په هېواد کې د خپلو ګټو لپاره فعالیتونه وکړي او د خلکو، په ځانګړي ډول د ځوانانو فکرونه ښکار او تخریب کړي.

    دا چې نننۍ نړۍ د آزاد بازار، رسنیو او مطبوعاتو د سیالۍ ډګر دی، هر څوک چې پکې بریالی شو او مډال یې واخیست، په ډیرې اسانۍ سره کولی شي ځان اتل او قهرمان وښيي، نورو ته د شهامت نمونه وګرځي او خپل رقیبان د سیالۍ له ډګر څخه وباسي.

    دا هر څه کولی شي واقعیتونه بدل او سرچپه وښيي، له نیکو بد او له بدو نیکان جوړ کړي، خلکو ته زهر په طلایي جام کې له یوه خواږه خوند او ذایقې سره وړاندې کړي.

    خو د حکومت د یووالي، منظمې ستراتیژۍ او د هېواد د نامحدودو امکاناتو پر وړاندې، د دوی سرګردانې انفرادي او ګډوډې هڅې به هیڅ بریا او پایله له ځان سره ونه لري.

    یوازې همدا بسنه کوي چې د دوی پر وړاندې د مبارزې لپاره یو منظم فکر، پلان او برنامه شتون ولري، د باغیانو د ريښو وچولو او له فعالیت څخه د غورځولو لپاره ځانګړې هڅې وشي.

    یادؤنه: په هندوکش‌ غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌ غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهبلوڅ بېلتون‌پالو له تېرو دوو ساعتونو راهیسې پر ډاډر-جهل‌مګسي سړک د پاکستاني پوځیانو لټه پیل کړې
    راتلونکي مقاله کابل ته د تاجکستان د اپوزېسیون مشر سفر؛ له افغانستان سره ناسمې اړیکې او په تاجکستان کې دننه ناخوالې د امام علي رحمان شخصي پالیسي ده

    مربوطه لیکنې

    له راستنو شویو کډوالو سره د چلند په اړه ړندې او بې ځایه نیوکې

    24 جولای 2025

    د پرمختګ شعوري دښمنان؛ بهر مېشتي مخالفین څه غواړي؟

    23 جولای 2025

    د امریکا د بیا ځلې یرغل لپاره لابي کوونکي؛ ايا په رښتيا هم د هېواد د خیر غوښتونکي دي؟

    23 جولای 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 30 جولای 2025

    کابل کې د هېواد په کچه د مميزو د پروسس تر ټولو ستره کارخونه پرانيستل شوه

    د رياست الوزراء اقتصادي معاونيت په يوه خبرپاڼه کې وايي، چې د کابل ولایت، استالف…

    تېر کال تر دوه میلیونه ډېر افغانان هېواد ته راستانه شوي

    30 جولای 2025

    د افغانستان لپاره د پيوستون کمېټې‌ له دوه کلن ځنډ وروسته بېرته خپل فعاليت پيل کړ

    30 جولای 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    کابل کې د هېواد په کچه د مميزو د پروسس تر ټولو ستره کارخونه پرانيستل شوه

    30 جولای 2025

    تېر کال تر دوه میلیونه ډېر افغانان هېواد ته راستانه شوي

    30 جولای 2025

    د افغانستان لپاره د پيوستون کمېټې‌ له دوه کلن ځنډ وروسته بېرته خپل فعاليت پيل کړ

    30 جولای 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،992 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،930 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،934 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.