د بلخ ولایت ځایي چارواکو له دغه ولایت څخه په لومړي ځل د ۲۵۰ ټنه کچالو له ځنډ پرته د افغانستان او ازبکستان هېوادونو ګډ بازار ته د صادرېدو خبر ورکړی دی.
د بلخ ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي، چې د حیرتان سوداګريز بندر له لارې صادرات مخ په زياتېدو دي.
اوسمهال له افغانستان څخه اوزبکستان ته د تازه او وچې مېوې سربېره زعفران، شیرین بویه او د بخار دیګونه هم صادرېږي.
مسوولینو دا بهېر د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د لا پرمختګ لپاره اغیزناک بللی دی. بلخوا د کچالو یو شمېر صادرونکي خوښ دي، چې تولیدات یې پرته له پوموګیشن (دوا پاشۍ) صادریږي.