مالیزیا کې د افغانستان اسلامي امارت سرپرست سفیر ښاغلي نقیب الله احمدي په یاد هېواد کې د روسیې له سفیر ښاغلي نیایل لطیپوف او د منځنۍ آسیا، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، تاجکستان، اذربایجان او قرغزستان هیوادونو له سفیرانو سره د سفارت په انګړ کې لیدلي.

یاده لیدنه چې د افغانستان د سفارت لخوا چمتو شوې وه، د روسیې او منځنۍ آسیا هېوادونو سره د اسلامي امارت پر اړیکو او د سیمې له نورو هېوادو سره پر تعامل هر اړخیزې خبرې شوي دي.

همدرانګه په یاده لیدنه کې د سیمې او په ځانګړي ډول له ګاونډيو هېوادونو سره د افغانستان د اقتصاد محوره بهرني سیاست پر بنسټ د دوستانه او تلپاتې اړیکو پر څرنګوالي هم بحث شوی دی.

غونډه کې یاد هېوادونه د افغانستان مهم ګاونډي او دوست هېوادونه بلل شي او د پخوانیو اړیکو پر دوام راتلونکي کې د اړیکو د کچې لوړولو او ګڼو نورو برخو کې د تعامل پر زیاتېدا هم خبرې شوي دي.

ښاغلي احمدي د افغانستان اوسنی امنیتي وضعیت او مرکزي حکومت تر بل هر وخت ډېر د پانګونې لپاره چمتو بللی دی.

همدارنګه کابل ته د نوي تاجک سفیر د راتللو او ماموریت پیلول ارزښتمن بلل شوی. ښاغلي احمدي دغه راز قزاقستان کې د افغان ډیپلوماټانو منل د ښو سیاسي اړیکو پیلامه بللې او د تېر یو کال په ترڅ کې د درېیو سترو ګډو تجارتي نندارتونونو جوړېدل په سوداګریزه برخه کې مهم پرمختګونه یاد کړي دي.

د روسیې او منځنۍ اسیا هیوادونو سفیرانو د یادې ناستې د جوړېدو له امله مننه کړې او د نظریو د تبادلې، په اړیکو د بحث او ګڼو نورو موضوعاتو د څېړلو په موخه یې دغه ډول ناستې خورا اړینې بللي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version